ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست څلور دولتي ادارې د ښځينه مسوولينو له خوا اداره کېږي

د خوست څلور دولتي ادارې د ښځينه مسوولينو له خوا اداره کېږي

author avatar
16 Oct 2019 - 13:33
د خوست څلور دولتي ادارې د ښځينه مسوولينو له خوا اداره کېږي
author avatar
16 Oct 2019 - 13:33

خوست ښار (پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د خوست ولايت څلور مهمې دولتي ادارې د ښځينه مشرانو له خوا اداره کېږي او خلک يې له کارونو څخه خوښ دي.

د ولايت مقام د جندر امريت، د چاپيرال ساتنې، له بېړنيو پېښو سره د مبارزې او د ښځو چارو رياستونه هغه ملکي دولتي ادارې دي چې مشري يې ښځو ته سپارل شوې.

ولايتي چارواکي وايي، په خوست کې د څلورو مهمو ادارو مشري ښځينه رييسانو ته ورسپارل شوې او په ډېرو مواردو کې د نارينه وو په پرتله ښځې ملکي دولتي ادارې ښې مديريت کولی شي.

ددغو رييسانو له ډلې يوه هم محبوبه سعادت ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په خوست کې له بېړينو پېښو سره د مبارزې رياست د رييسې په توګه ګومارل شوې.

هغې پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل ، دا لومړی ځل دی چې دغه اداره د يوې مېرمنې له لوري مديريت کيږي.

مېرمن سعادت د خپلې تجربې پراساس وايي، چې په ډېرو مواردو کې د نارينه وو په پرتله ښځې ادارې ښې مديريت کولی شي.

هغه زياتوي: ((ښځې غواړي چې په شفافيت او صداقت سره کار وکړي، نو په دې کې به هيڅ ستونزه نه وي چې نارينه يا بل څوک داسې فکر وکړي چې ښځې مديريت نه شي کولای. ښځې په هره برخه کې په سمه توګه رهبريت کولی شي.))

ددغه رياست د مالي او اداري چارو مدير شريف الله پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې دغه رياست ته نوې رييسه ورپېژندل شوې، چارې يې ګړندۍ شوې دي.

دی وايي: ((پخوا مالي او اداري او د رياست کارونه دواړه ما پرمخ وړل او بېخي ډېر وو او ښه مخته نه تلل. کله چې رييسه صاحب دغه رياست ته راغله زه خپلو کارونو ته وزګار يم او د رياست کارونه هم ښه مخکې روان دي.))

د خوست د ښځو چارو رييسه شفيعه نوروزۍ پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې دغه رييسانې به په ښه توګه خپلې اداري چارې مخکې يوسي.

هغې زياته کړه: ((زه ډاډه يم چې دوی به ډېرې رهبرې واوسي او په ټولنه کې به ډېرې ښې فعالانې ځانونه معرفي کړي. دا به ددې سبب وګرځي چې همدا ادارې به په ډېره ښه توګه خلکو خدمات وړاندې کړي.))

ناديه باوري، چې د ولايت مقام د جندر آمريت مسووليت ورسپارل شوی، وايي چې په دې لنډه موده کې يې د ګڼ شمېر ښځو ستونزو ته په ښه توګه رسيده ګي کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.