جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د لوېديځ زون د شپږو ولايتونو د تياتر ممثلينو ننګرهار ته د سفر پرمهال د سولې د راتلو او جګړو د پای په هيله يوه تمثلي ټوټه نندارې ته وړاندې کړه.
دوی په ورته وخت کې اندېښنه شريکه کړه چې تېرو څلور لسیزو جګړو د هېواد د نورو برخو په څېر د تياتر برخه هم ډېره ځپلې او هيله لري چې د سولې په راتګ به دا بهير بيا پياوړی شي.
دغو ممثلينو د تلې په ۲۴مه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست ديوې غونډې پرمهال د سولې په ګټه او د جګړې پر زيانونو خپله تمثيلي پارچه جوړه کړې وه چې د نندارې لپاره يې د دې ولايت پر والي سربېره يو شمېر چارواکي او عام خلک هم ورغلي وو.
د سولې د هنري کاروان د دغې ډلې مشر فريدون فکوري وويل، له ياد سفر يې موخه د ننګرهار سوله خوښو خلکو ته د تمثيل په ژبه د سولې پيغام وړاندې کول او د جګړو له زيانونو خبرول دي.
دی وايي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، قومي تعصبونو پای به سوله راولي هغه چې د هر افغان هيله ده؛ نو په همدې هيله او د تعصب د له منځه وړلو په موخه يې د لوېديځ زون د شپږو ولايتونو ممثلين له ځانه سره راوستي او دلته د ننګرهار خلکو ته د سولې پيغام وړاندې کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې پنجشېر، باميان او بدخشان ولايتونو ته هم تللي او ترې وروسته به درېيو نورو ولايتونو کې هم دا ډول نندارې جوړوي.
د ممثلينو له ډلې غلام فاروق سرخوش وويل، غواړي د خپل هنر له لارې د سولې راتګ په برخه کې هلې ځلې وکړي؛ ځکه همدا سوله ده چې يو هېواد ورسره پرمختګ کولی شي.
حسينه د دغې هنري ډلګۍ بله غړې ده، هغې وويل چې په تمثيلي ډرامه کې يې دوه حالته نندارې ته وړاندې کړل چې يو د افغانستان اوسنى د جګړو حالت دی او بل دا چې که سوله راشي نو څه نو هېوادوالو ته به څومره ګټور وي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د دغو هنرمندانو د تشويق په موخه ورغلی و، ياده تمثيلي ډرامه يې د سولې د راتګ لپاره يوه هيله مندي وبلله.
نوموړي وويل، دا ډول فرهنګي او هنري فعاليتونه تعصب له منځه وړي او د سولې لپاره زمينه برابروي، هېوادوال سره يوځای کوي او د پرمختګ لارې چارې ورته برابروي.
د يادولو ده چې دوه ورځې وړاندې د غزني ولايت يو شمېر ځوانان هم په سايکلونو باندې ننګرهار ته راغلي و او دلته يې له ځانه سره د سولې پيغام راوړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن