خوست ښار (پژواک، ۲۴ تله ۹۸):د ۲۱ ولايتونو ځوانان وايي چې قومي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصب له منځه وړل مو هېواد د پرمختګ پر لوري بيايي.
دغو ځوانانو چې شمېر يې سلو کسانو ته رسيږي او نجونې هم په کې شاملې دي، دا څرګندونې نن د (تلې ۲۴مه) خوست ولايت کې د «وطندار» تر نامه لاندې د ځوانانو او مدني فعالانو يوې غونډې ته په خبرو کې وکړې.
هغوی وايي، د هېواد د پرمختګ او د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت يواځينۍ لار ده، خو په وينا يې چې ځيني کړۍ د ژبې، قوم او سمت تر نامه لاندې د افغانانو ترمنځ تعصب ته لمن وهي.
ددغه پروګرام مسوول نجيب الله خالقيار غونډې ته په خبرو کې وويل، له روانو ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون يواځينۍ لار دا ده چې افغانان هر ډول تعصب ته شا واړوي او په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
دی وايي: ((که موږ وغواړو چې ارامۍ او انساني ارزښتونو ته لار پيدا کړو چې نن نړۍ لاس رسى ورته لري، نو اړتيا ده چې موږ يو بل وزغموو.))
نوموړی زياتوي، د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې غواړي ددغه ولايت له ځوانانو او مدني فعالانو سره د ناستو او غونډو له لارې دا فکر له منځه يوسي چې ګني افغانان خپلو کې سمتي، ژبني او مذهبي تعصب لري.
کفايت الله سليمي له بدخشان ولايت څخه د وطندار پروګرام له ډلې سره يو ځای شوی او په لومړي ځل يې ددغه پروګرام له لارې خوست ته سفر کړی.
هغه پژواک ته وويل، افغانان خپلوکې هيڅ ډول تعصب نه لري او غواړي چې د خوست له بېلابېلو سيمو ليدنه وکړي او ددغه ځای دود او فرهنګ څخه ځان خبر کړي او له ځان سره يې يوسي.
دى زياتوي: ((موږ به دلته له خپلو خوستوالو وطنوالو سره ليدنې کتنې وکړو او يو بل سره به خپل نظر شريک کړو، څو ښکاره شي چې موږ ټول افغانان يو، د همدې هېواد يو او ټول سره وروڼه يو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن