ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د پکتيا سيمه ييز هنرونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي”

” د پکتيا سيمه ييز هنرونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي”

author avatar
16 Oct 2019 - 18:48
” د پکتيا سيمه ييز هنرونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي”
author avatar
16 Oct 2019 - 18:48

ګردېز (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) د پکتيا ولايت اوسېدونکي پر اطلاعات او کلتور وزارت نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې ملي او سيمه ييزو هنرونو را ژوندي کولو او ودې ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی دا خبرې په ګردېز کې د ياد رياست له خوا د هنر د ملي ورځې د نمانځې په مناسبت وکړې او ويې ويل چې د مسوولو دولتي او غير دولتي بنسټونو د نه پاملرنې له امله ځينې سيمه ييز هنرونه د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل وايي ، پکتيا کې د دې ولايت خپل مهم مادي او معنوي هنرونه او هنري آبدې شته چې ساتنې، بيارغونې او ودې ته يې بايد ځانګړي پروګرامونه په نظر کې ونيول شي.

منګل نيوکه کوي چې اطلاعات او کلتور وزارت په رسنيو کې د افغاني کلتور او ارزښتونو سره د ډرامو او پروګرامونو په توليد او د يادو ارزښتونو خلاف خپرونو په محدودولو او مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ده زياته کړه:((اطلاعات و فرهنګ وزارت شايد په ځينو ولايتونو کې يو څه کار کړی وي، خو پکتيا ته يې هېڅ ډول کار نه دی کړی. دلته د هنرونو سربېره تاريخي آبدات لرو چې تر اوسه نه سروې شوي او نه رغول شوي دي. په دې ځايونو کې داسې هم شته چې که ورغول شي، بهرني سيلانيان هم راجذبولی شي.))

د ګردېز اړوند د خواجه حسن کلي اوسېدونکی سید عبدالله وايي چې شمشېر بازي ورته د سلګونو کلونو راهيسې د نيکونو ور پاتې دوديزه لوبه ده چې تر دې وړاندې يې د خوښۍ په بېلابېلو رسمي او غير رسمي مناسبتونو کې يې تر سره کوله.

نوموړی وايي:((موږ سادات يو، شمشېر بازي موږ ته له ۱۳۹۸ کلونو راهيسې د نبي کريم "ص" وخته راپاتې ده، زموږ هر فرد شمشېر باز دی او زموږ هر ځوان يوه توره لري.))

د پکتيا يو تن نقاش بهايي جان نايب خېل پژواک ته وويل تر دمه يې سلګونه تابلوګانې جوړې کړې، چې شل تابلو يې امريکا ته پېرل شوې او دوه هغه يې په لندن ګالري کې دي.

هغه زياته کړه، د هنري نندارتونونو او له اړوندو بنسټونو سره د همکاريو له لارې د نقاشانو تابلوګانو ته بازار پيدا کېدی شي.

د لاسي صنايعو جوړوونکې مېرمن خديجه وايي چې په کور کې لاسي صنايع جوړوي، خو د بازار د نه شتون له امله مناسب پلور او لازمه ګټه، وټه نه ورته کوي.

نوموړې پژواک ته وويل:((لاسي صنايع جوړوو، لکه قالين بافي، ګلم بافي، جاکټ بافي، کندهاري دُخت، مهره دوزي، کارِ نګينه، شيردوزي، خياطي او هر قسم مو زده دي، خو څوک مو نه تشويقوي، مناسب ځای نه لرو چې هلته يې خريد و فروش وکړو، ازاد بازار ته يې د وړلو اجازه نه لرو. له دولت نه غواړو چې موږ ته مناسب ځای جوړ کړي چې هلته خپل جوړ کړي شيان خرڅ کړو او خپل کور او اولادونو ته يو څه نفقه پيدا کړو.))

د پکتيا د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم مني چې په تېر کې د ياد رياست د نورو برخو سربېره هنرونو ته هم پاملرنه نه ده شوې او دا حالت اندېښموونکی بولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.