ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۸۱۷ مرکزونو د رایو شمېرل ټاکنو کمېسیون ته د دویم ځل لپاره راجع شوي دي

د ۱۸۱۷ مرکزونو د رایو شمېرل ټاکنو کمېسیون ته د دویم ځل لپاره راجع شوي دي

author avatar
16 Oct 2019 - 19:50
د ۱۸۱۷ مرکزونو د رایو شمېرل ټاکنو کمېسیون ته د دویم ځل لپاره راجع شوي دي
author avatar
16 Oct 2019 - 19:50

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ولایتي دفترونو کې شکایاتو ته د رسېدنې وخت د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وایي چې د ۷۷ رایو ورکولو د محلونو رایې باطلې شوې او د ۱۸۱۷ نورو د رایو ورکولو محلونو رایې باید دویم ځل وشمېرل شي.

د تلې د شپږمې ولسمشریزې ټاکنې د هېواد په کچه ۴۹۰۵ د رایو ورکونې فعال مرکزونه موجود وو او د رایو ورکونې هر مرکز د رایو څو محلونه درلودل. د رایو ورکونې په هر محل کې ۴۰۰ کسانو کولای شوای خپلې رایې ورکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد عظیمي نن په کابل کې د دغه کمېسیون له نورو غړو سره يوځاى په خبری ناسته کې وویل چې د دې کمېسیون په ۳۴ ولایتي دفترونو کې د ټاکنو ورځې اړوند ۴۵۲۸ شکایتونه او اعتراضونه ثبت شوي دي.

ده زیاته کړه، له دې ډلې ۶۲۳ شکایتونه په مرکزي او ۳۹۰۵ شکایتونه په ولایتي دفترونو کې ثبت شوي دي.

د ده په وينا، ولایتي کمېسیونونه د پنځلس ورځو په لړ کې چې د ټاکنو کمېسیون په قانون کې د قانوني وعدې په توګه ټاکل شوي، دې شکایتونو او اعتراضونو ته یې رسېدنه کړې او د دې کمېسیون د ولایتي دفترونو شکایتونو ته رسېدنې وخت پای ته رسېدلی دى.

په کمېسیون کې چارواکي وایي، هغه کسان چې شکایت یې ثبت کړی او یا پرې شکایت ثبت شوی، د استیناف غوښتنې حق لري او استیناف غوښتنه تر راتلونکو ۱۸ ورځو ادامه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، ۱۷۸۰ شکایتونه د کافي دلایلو او مدرکونو د نه درلودلو له امله رد شوي، د ۱۸۱۷ د رایو ورکونې مرکزونو د محلونو د رایو شمېر دویم ځل ټاکنو خپلواک کمېسیون ته راجع شوی، د ۷۷ محلونو رایې چې د تړل شويو راپور يې ورکړل شوى و؛ باطلې شوې، ۵۴ شکایتونه د نغدې جریمې لامل شوي، ۸ شکایتونه د کسانو له دندو د ګوښه کېدو سبب شوي، ۹۰۷ شکایتونه عدلي او قضایي ارګانونو ته راجع شوي او ۱۷۹ شکایتونه استثنایي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون ویاند ډاکټر محمد قاسم الیاسي وویل چې د ټاکنیزو شکایاتو مرکزي کمېسیون قانوني ملکفیت لري چې د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي کمېسیونونو پر پرېکړو د اعتراض موارد د اسنادو او مدارکو له مخې بیا وڅېړي.

هغه زیاته کړه، هرکله چې شکایت کوونکی نوماند یا معترض د شکایاتو د ولایتي کمېسیون پر تصمیم قناعت ونه لري، له نشرولو د درېیو کاري ورځو وروسته کولای شي په خپله او یا هم د خپل باصلاحیته استازي په واسطه د شکایاتو په مرکزي کمېسیون کې په کتبي ډول خپل شکایت او اعتراض ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو رییسه زهرې بیان شینوارې په ټاکنو کې اړوندو خواوو او د ولسمشرۍ نوماندانو ته ډاډ ورکړ او ويې ویل چې دا کمېسیون د ټاکنيز عدالت تامينولو ته ژمن دی.

هغې په ټاکنو کې له ټولو اړوندو خواوو وغوښتل څو ټاکنیزو کمېسیونونو ته وخت ورکړي چې خپلې دندې او مسوولیتونه د قانون په رڼا کې ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.