ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري

غني: افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري

author avatar
16 Oct 2019 - 20:14
غني: افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري
author avatar
16 Oct 2019 - 20:14

کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٨): ولسمشر غني پردې سربېره چې ټينګار کوي افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري، وايي، د ملي شورا غړو د ساتونکو د وسلو ګرځولو او یونیفورم ډول په اړه دې اصول جوړ شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې اداري پلاوي او یو شمېر غړو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، لومړي مرستیال امیر خان یار، د ولسي جرګې غړو احمد شاه رمضان او ډاکتر عبدالقیوم سجادي د نورو په استازولۍ خبرې وکړې.

هغوی د هېواد د درې ګونو قواوو ترمنځ د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه، ويې ویل، ولسي جرګه ژمنه ده چې د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس خپل مسوولیتونه ترسره کړي او د افغانستان د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې ودرېږي.

یادو استازو څرګنده کړه: "موږ سیاسي وفاق او ملي اجماع ته جدي اړتیا لرو او د هېواد له اجرائيه قوې سره رغوونکې همکارۍ ته تیار یو."

هغوی په ټولو برخو کې د حکومت د اغېزناکو برنامو ملاتړ وکړ او ويې ویل، مجریه قوه دې د خلکو د استازو امنیت تامین لپاره معقول او قانوني میکانېزم تعریف کړي ترڅو وکیلان د هغه پر اساس ځانونه برابر کړي.

وروسته ولسمشر په خپلو خبرو کې د هغوی د نظریاتو او وړاندیزونو د مننې کولو ترڅنګ وویل، د هېواد درې ګونې قواوې باید په یوه صف کې وي او د هغوی ترمنځ باید د همکارۍ فضا نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې، د ملي امنیت مشاوریت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت استازو یوه ګډه کمېټه دې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ د همکارۍ پر یوې تګلارې کار وکړي.

د ده په وينا، د ملي شورا غړو د ساتونکو د وسلو ګرځولو او یونیفورم ډول په اړه دې اصول جوړ شي.

هغه زیاته کړه، موږ همداراز یوې واضح مقررې ته اړتیا لرو ترڅو د ملي شورا له غړو سره د ملي پولیسو او ترافیکو د چلند څرنګوالی مشخص کړي.

نوموړي څرګنده کړه، افغانستان د درې ګونو قواوو ګډ لیدلوري ته اړتیا لري او موږ په داسې وضعیت کې یوو چې ګډ ګواښونه او فرصتونه لرو او موږ مسوولیت لرو د خلکو د خدمت لپاره له فرصتونو څخه استفاده وکړو.

ولسمشر وویل، حکومت د اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره یوه واضح برنامه لري او موږ افغانستان په اتو اقتصادي زونونو طبقه بندي کوو ترڅو تعادل، برابري، ټولنیز عدالت او د بودجې توازن مراعت شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.