کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې له ټاکلي وخته يوه اوونۍ وروسته اعلانيږي.
د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې چې د مهال وېش له مخې لومړنۍ پايلې بايد د تلې په ٢٧ مه او وروستۍ پايلې يې بايد د لړم په ١٦مه اعلان شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست وياند ذبيح الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ټاکنو لومړنۍ پايلې پر خپل وخت نه اعلانيږي.
دى وايي:((د ټاکنو لومړنۍ پايلې کېداى شي له ټاکلي وخته پنځه ورځې يا يوه هفته وروسته اعلان شي.))
د يادونې ده چې په يادو ټاکنو کې څه باندې ٢،٧ ميليونه کسانو ګډون وکړ، خو دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ چې تر اوسه د ١،٧ ميليونه رايو معلومات مرکزي سرور ته داخل کړاى شوي او پر پاتې نورو کار روان دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن