د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جاپان څه باندې اووه ميليون ډالره مرسته کوي

جاپان څه باندې اووه ميليون ډالره مرسته کوي

Oct 16, 2019 - 18:45

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): جاپان د کیفیت د ښه والي او د ګړندۍ غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP)  ته وده ورکولو پروژې لپاره نږدې ٧.٢ میلیون ډالر مرسته کوي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې په کابل کې د چاپان له سفارت څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، بيان شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کیفیت د ښه والي او د ګړندي غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP) د ودې ورکولو د پروژې لپاره یو نوی تړون نن د جاپان حکومت او ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) ترمنځ په کابل کې د جاپان په سفارت کې لاسلیک شو.

سرچينه کاږي، د دې نوې پروژې اصلي هدف د بدیلو زده کړو له لارې د ګړندۍ زده کړې په چوکاټ کې د غیر رسمي او سواد زده کړې معیار او موثریت پیاوړي کول دي. دا پروژه به د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت او یونسکو له خوا په درېیو کلونو (2019-2022) کې په ګډه پلې شي، چې په افغانستان کی به د سواد زده کړې کورسونو او د ازمایښتي ګړندۍ زده کړې مرکزونو په جوړولو او د لویانو لپاره د ٧٠ ښونځیو مسلکي کولو باندې تمرکز وکړي.

سرچينه زياتوي، دا پروژه به د افغانستان د سولې او پرمختګ ملی چوکاټ (ANPDF)، د افغانستان د پوهنې ملي ستراتېژيNESPIII))، د بې سوادۍ د کمښت لپاره د ملي یووالي کړنلارې او د تلپاتی پراختیایي موخو(SDG) ژمنو پوره کولو روانې هڅې، په ځانګړي توګه د دوامدارې سولې، فقر کمول او اقتصادي ودې به پیاوړي کړي. همدارنګه به د سواد زده کړې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې چې په ځانګړي توګه د ELA برنامې د لارې شوي وساتي.

سرچينه وايي، دغه کار به د یونسکو له خوا د پوهنې وزارت او د سواد زده کړې معینیت د اړوندو څانګو په نږدې همکارۍ پلي شي. د دې پروژې ملاتړ د جاپان دولت له خوا کیږي چی د پلي کېدو لپاره یې 7.2 میلیونه ډالر مرسته کوي.

د پوهنې وزیر بلخي د جاپان حکومت د پوهنې سکتور ته د تمویل د نوي پړاو هرکلی وکړ او ویې ویل، د ګړندي غیر رسمي زده کړې برنامې (ANEP) اساسي هدف به د سواد زده کړې معینیت سره د سواد زده کړې او لویانو زده کړې مرکزونو رامنځته کولو، مسلکي کولواو همدارنګه د ځوانانو لپاره د ګړندي تعلیم لپاره د پالیسۍ اړین سندونو رامنځته کولو کی مرسته کوي چی دا د پوهنې لسیزه کې د پوهنې وزارت تمرکز دی.

د جاپان سفارت شارژ دافیر تاکاهاشي یوشيیاکي وویل، جاپان باور لري چې پوهنه د خلکو او ټولنې پیاوړتیا کې اړین رول لوبوي. د دې برنامې د مؤثرې پلي کیدو له لارې به د لویانو د زده کړې کچه نوره هم لوړه شي او د دې پروګرام فارغین به په افغانستان کې د ښه ژوند لپاره کار وکړي.

د یونسکو په استازیتوب په کابل کې د یونسکو دفتر رییسه او په افغانستان کې د یونسکو استازې پیټریشیا میکفیلیپس د سواد زده کړې او د لویانو زده کړې برنامې ته د جاپان سخاوتمندانه همکاریو او ټینګي ژمنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

هغې له یونسکو سره د اوږدمهاله ملګرتیا لپاره د جاپان حکومت او پوهنې وزارت څخه مننه وکړه چی هغو افغانانو ته د زده کړې فرصتونو ته وده ورکوي چې د زده کړې له رسمي سیستم څخه پاتې شوي دي، نو په دې توګه د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره یو اړین فرصت برابروي.

هغې څرګنده کړه چې د پروژې هدف به د هغو کسانو بشپړ شاملول وي چې غیر رسمي زده کړې غواړي چی په کې ٥٠ سلنه د میرمنو برخه په نظر کې نیول شوې ده، نو ځکه دا برنامه به په ټولیز ډول افغان وګړو ته رسیږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement