د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست څلور دولتي ادارې د ښځينه مسوولينو له خوا اداره کېږي

د خوست څلور دولتي ادارې د ښځينه مسوولينو له خوا اداره کېږي

Oct 16, 2019 - 13:33

خوست ښار (پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د خوست ولايت څلور مهمې دولتي ادارې د ښځينه مشرانو له خوا اداره کېږي او خلک يې له کارونو څخه خوښ دي.

د ولايت مقام د جندر امريت، د چاپيرال ساتنې، له بېړنيو پېښو سره د مبارزې او د ښځو چارو رياستونه هغه ملکي دولتي ادارې دي چې مشري يې ښځو ته سپارل شوې.

ولايتي چارواکي وايي، په خوست کې د څلورو مهمو ادارو مشري ښځينه رييسانو ته ورسپارل شوې او په ډېرو مواردو کې د نارينه وو په پرتله ښځې ملکي دولتي ادارې ښې مديريت کولی شي.

ددغو رييسانو له ډلې يوه هم محبوبه سعادت ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په خوست کې له بېړينو پېښو سره د مبارزې رياست د رييسې په توګه ګومارل شوې.

هغې پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل ، دا لومړی ځل دی چې دغه اداره د يوې مېرمنې له لوري مديريت کيږي.

مېرمن سعادت د خپلې تجربې پراساس وايي، چې په ډېرو مواردو کې د نارينه وو په پرتله ښځې ادارې ښې مديريت کولی شي.

هغه زياتوي: ((ښځې غواړي چې په شفافيت او صداقت سره کار وکړي، نو په دې کې به هيڅ ستونزه نه وي چې نارينه يا بل څوک داسې فکر وکړي چې ښځې مديريت نه شي کولای. ښځې په هره برخه کې په سمه توګه رهبريت کولی شي.))

ددغه رياست د مالي او اداري چارو مدير شريف الله پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې دغه رياست ته نوې رييسه ورپېژندل شوې، چارې يې ګړندۍ شوې دي.

دی وايي: ((پخوا مالي او اداري او د رياست کارونه دواړه ما پرمخ وړل او بېخي ډېر وو او ښه مخته نه تلل. کله چې رييسه صاحب دغه رياست ته راغله زه خپلو کارونو ته وزګار يم او د رياست کارونه هم ښه مخکې روان دي.))

د خوست د ښځو چارو رييسه شفيعه نوروزۍ پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې دغه رييسانې به په ښه توګه خپلې اداري چارې مخکې يوسي.

هغې زياته کړه: ((زه ډاډه يم چې دوی به ډېرې رهبرې واوسي او په ټولنه کې به ډېرې ښې فعالانې ځانونه معرفي کړي. دا به ددې سبب وګرځي چې همدا ادارې به په ډېره ښه توګه خلکو خدمات وړاندې کړي.))

ناديه باوري، چې د ولايت مقام د جندر آمريت مسووليت ورسپارل شوی، وايي چې په دې لنډه موده کې يې د ګڼ شمېر ښځو ستونزو ته په ښه توګه رسيده ګي کړې ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې په دې بايد بسنه ونه شي او نورو لوستو مېرمنو ته هم په ملکي دولتي ادارو کې ونډه ورکړل شي.

باوري زياته کړه: (( پخوا ښځو په بېلا بېلو برخو کې ستونزې درلودې، پخوا يې نه شواى کولی چې ادارو ته په ځانګړې توګه ولايت مقام ته راشي، خو اوس کړای شي.))

دغه راز هيله نادره هم يو له دغو مېرمنو څخه ده چې د لومړي ځل لپاره د خوست د چاپيريال ساتنې رياست د رييسې په توګه پر دنده ګومارل شوې ده.

هغې پژواک سره خبرو کې وويل څو يې چې په ځان کې وس او توان وي، خپل ورسپارل شوی مسووليت به په ښه ډول سرته ورسوي.

ددې په خبره: ((څرنګه چې وايي هر کار لپاره عمل په کار دی او هر عمل سختې مبارزې ته ضرورت لري، نو بيا له هغې انسان کولی شي چې خپل رښتينی کار ثابت کړي. په شعارو باندې هيڅ نه کيږي او زه کوښښ کوم ښه کار وکړم.))

د ولايتي چارواکو په وينا چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې دا اقدام د ولسمشر محمداشرف د هغې سپارښتنې پر اساس وکړ، چې نږدې يو نيم کال مخکې يې خوست ولايت ته د خپل سفر پرمهال کړې وه.

د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، چې په رهبرۍ او مديريت کې د ښځينه مامورينو ونډه د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي او په دې توګه ښځې له خپلو حقونو څخه برخمنې کيږي.

فدايي پژواک ته وويل: ((په هېڅ يوه ټولنه کې يواځې نارينه او يا يواځې ښځينه په يواځې توګه سره نه شي کولای چې د عروج مرحلې ته ورسيږي. دا هم له ديني پلوه او هم له انساني پلوه يو ثابت حقيقت دی.))

د خوست ښار يو تن اوسېدنکى نصيب الله وايي چې د کار او خدمت لپاره اراده مهمه وي او چې څوک اراده ولري، هغه سم خدمت کولى شي.

ده زياته کړه، په خوست ولايت کې د دوديزو ستونزو له امله ډېرى مهال ښځينه دولتي ادارو ته نه شي تللى، خو اوس د ښځينه رييسانو ګومارل کېدو سره دا ستونزه کمه شوې ده.

ددغه ولايت يو تن مدني فعال بسم الله ارمان پژواک خبري اژانس سره خبرو کې بيا دا ښه ګام بولي خو وايي چې په دې سره د ښځو حقوق نه شي پر ځای کيدلی. هغه وايي چې په ټوله کې بايد د ښځو د ژوند د سطحې لوړولو په برخه کې کار وشي>

ده زياته کړه : (( زما په باور دا ډیرې عادي ګومارنې دي او اړينه ده چې ښځې په داسې دولتي بستونو باندې وګومارل شي چې ډېر فعال وي، لکه د ولايت معاونيت، اقتصاد رياست او داسې نور.))

د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د خوست په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو ونډه نهه سلنه ښودل شوې ده، چې زياتره هغه يې د پوهنې او د عامې روغتيا په سکتور کې پر دندو بوختې دي.
 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement