ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته موټر بم بريد شوى

د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته موټر بم بريد شوى

author avatar
16 Oct 2019 - 08:42
د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته موټر بم بريد شوى
author avatar
16 Oct 2019 - 08:42

جلال اباد (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) : د لغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد نن سهار په څه کم شپږو بجو شوى و.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريد د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته پر عمومي سړک له قراول سره خپل موټر ته چاودنه  ورکړې ده.

نوموړي دمګړۍ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې بريد د ملي امنيت پر مديريت شوى، چې له امله يې يو شمېر سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې دى

د سيمې يو اوسېدونکی وايي، د بريد له امله هلته يوې مدرسې، د پوليسو يوې پوستې او شاوخوا کورونو ته زيان اړولې ده.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.