د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ٢١ ولايتونو سل تنه ځوانانو خوست ته سفر کړى

د ٢١ ولايتونو سل تنه ځوانانو خوست ته سفر کړى

Oct 16, 2019 - 18:47

خوست ښار (پژواک، ۲۴ تله ۹۸):د ۲۱ ولايتونو ځوانان وايي چې قومي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصب له منځه وړل مو هېواد د پرمختګ پر لوري بيايي.

دغو ځوانانو چې شمېر يې سلو کسانو ته رسيږي او نجونې هم په کې شاملې دي، دا څرګندونې نن د (تلې ۲۴مه) خوست ولايت کې د «وطندار» تر نامه لاندې د ځوانانو او مدني فعالانو يوې غونډې ته په خبرو کې وکړې.

هغوی وايي، د هېواد د پرمختګ او د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت يواځينۍ لار ده، خو په وينا يې چې ځيني کړۍ د ژبې، قوم او سمت تر نامه لاندې د افغانانو ترمنځ تعصب ته لمن وهي.

ددغه پروګرام مسوول نجيب الله خالقيار غونډې ته په خبرو کې وويل، له روانو ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون يواځينۍ لار دا ده چې افغانان هر ډول تعصب ته شا واړوي او په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دی وايي: ((که موږ وغواړو چې ارامۍ او انساني ارزښتونو ته لار پيدا کړو چې نن نړۍ لاس رسى ورته لري، نو اړتيا ده چې موږ يو بل وزغموو.))

نوموړی زياتوي، د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې غواړي ددغه ولايت له ځوانانو او مدني فعالانو سره د ناستو او غونډو له لارې دا فکر له منځه يوسي چې ګني افغانان خپلو کې سمتي، ژبني او مذهبي تعصب لري.

کفايت الله سليمي له بدخشان ولايت څخه د وطندار پروګرام له ډلې سره يو ځای شوی او په لومړي ځل يې ددغه پروګرام له لارې خوست ته سفر کړی.

هغه پژواک ته وويل، افغانان خپلوکې هيڅ ډول تعصب نه لري او غواړي چې د خوست له بېلابېلو سيمو ليدنه وکړي او ددغه ځای دود او فرهنګ څخه ځان خبر کړي او له ځان سره يې يوسي.

دى زياتوي: ((موږ به دلته له خپلو خوستوالو وطنوالو سره ليدنې کتنې وکړو او يو بل سره به خپل نظر شريک کړو، څو ښکاره شي چې موږ ټول افغانان يو، د همدې هېواد يو او ټول سره وروڼه يو.))

د «وطندار» په نوم دغه پروګرام کې د ۲۱ ولايتونو شاوخوا سل تنه شامل دي، چې مېرمنې هم په کې شته.

بي بي خديجه اشرفي ددغه پروګرام له  ښځينه غړو څخه ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتونو ترمنځ دا ډول فرهنګي سفرونه د خلکو د يوالي او د سولې او ثبات د رامنځته کېدو په برخه کې ډېر مهم تماميږي.

دې زياته کړه : (( له دې سره نړيوالو هېوادونو ته زموږ اتفاق ښودل کيږي. بل که يو ولايت ته سفر ونه کړې له هغه څخه ډول ډول منفي خبرونه راځي، خو هلته په ورتګ سره بيا د انسان له ذهن نه دا ټولې خبرې وځي او د مينې فضا رامنځته کيږي.))

بل پلو د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان چې ددغه پروګرام په تړاو جوړې غونډې ته يې خبرې کولې، وويل دا ډول فرهنګي پروګرامونه د يو بل د رسم رواج څخه د خبرېدو ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې هم مهم رول لري.

دی زياتوی: ((په نورو ولايتونو کې کېدای شي د خوست په اړه ځيني ناسم فکرونه موجود وي، ځکه هغه نقطه چې دنيا ترې په تکليف ده هغه وزيرستان دی او وزيرستان خوست سره سرحد لري، خو د ولس په همکارۍ له نېکه مرغه خوست کې امنيت بېخي ښه دی.))

د «وطندار» په نوم ددغه پروګرام مسوولينو په وينا، دغه پروګرام چې د سميه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې په چوکاټ کې تنظيم شوی، ګډونوالو يې تر دې دمه اووه ولايتونو ته سفرونه کړي او اساسي موخه يې د خپلمنځي اختلافاتو له منځه وړل دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement