د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" د پکتيا سيمه ييز هنرونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي"

" د پکتيا سيمه ييز هنرونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي"

Oct 16, 2019 - 18:48

ګردېز (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) د پکتيا ولايت اوسېدونکي پر اطلاعات او کلتور وزارت نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې ملي او سيمه ييزو هنرونو را ژوندي کولو او ودې ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی دا خبرې په ګردېز کې د ياد رياست له خوا د هنر د ملي ورځې د نمانځې په مناسبت وکړې او ويې ويل چې د مسوولو دولتي او غير دولتي بنسټونو د نه پاملرنې له امله ځينې سيمه ييز هنرونه د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل وايي ، پکتيا کې د دې ولايت خپل مهم مادي او معنوي هنرونه او هنري آبدې شته چې ساتنې، بيارغونې او ودې ته يې بايد ځانګړي پروګرامونه په نظر کې ونيول شي.

منګل نيوکه کوي چې اطلاعات او کلتور وزارت په رسنيو کې د افغاني کلتور او ارزښتونو سره د ډرامو او پروګرامونو په توليد او د يادو ارزښتونو خلاف خپرونو په محدودولو او مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ده زياته کړه:((اطلاعات و فرهنګ وزارت شايد په ځينو ولايتونو کې يو څه کار کړی وي، خو پکتيا ته يې هېڅ ډول کار نه دی کړی. دلته د هنرونو سربېره تاريخي آبدات لرو چې تر اوسه نه سروې شوي او نه رغول شوي دي. په دې ځايونو کې داسې هم شته چې که ورغول شي، بهرني سيلانيان هم راجذبولی شي.))

د ګردېز اړوند د خواجه حسن کلي اوسېدونکی سید عبدالله وايي چې شمشېر بازي ورته د سلګونو کلونو راهيسې د نيکونو ور پاتې دوديزه لوبه ده چې تر دې وړاندې يې د خوښۍ په بېلابېلو رسمي او غير رسمي مناسبتونو کې يې تر سره کوله.

نوموړی وايي:((موږ سادات يو، شمشېر بازي موږ ته له ۱۳۹۸ کلونو راهيسې د نبي کريم "ص" وخته راپاتې ده، زموږ هر فرد شمشېر باز دی او زموږ هر ځوان يوه توره لري.))

د پکتيا يو تن نقاش بهايي جان نايب خېل پژواک ته وويل تر دمه يې سلګونه تابلوګانې جوړې کړې، چې شل تابلو يې امريکا ته پېرل شوې او دوه هغه يې په لندن ګالري کې دي.

هغه زياته کړه، د هنري نندارتونونو او له اړوندو بنسټونو سره د همکاريو له لارې د نقاشانو تابلوګانو ته بازار پيدا کېدی شي.

د لاسي صنايعو جوړوونکې مېرمن خديجه وايي چې په کور کې لاسي صنايع جوړوي، خو د بازار د نه شتون له امله مناسب پلور او لازمه ګټه، وټه نه ورته کوي.

نوموړې پژواک ته وويل:((لاسي صنايع جوړوو، لکه قالين بافي، ګلم بافي، جاکټ بافي، کندهاري دُخت، مهره دوزي، کارِ نګينه، شيردوزي، خياطي او هر قسم مو زده دي، خو څوک مو نه تشويقوي، مناسب ځای نه لرو چې هلته يې خريد و فروش وکړو، ازاد بازار ته يې د وړلو اجازه نه لرو. له دولت نه غواړو چې موږ ته مناسب ځای جوړ کړي چې هلته خپل جوړ کړي شيان خرڅ کړو او خپل کور او اولادونو ته يو څه نفقه پيدا کړو.))

د پکتيا د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم مني چې په تېر کې د ياد رياست د نورو برخو سربېره هنرونو ته هم پاملرنه نه ده شوې او دا حالت اندېښموونکی بولي.

هغه پژواک ته وويل چې د وزارت له خوا د هنرونو د بيا راژوندي کېدو، ودې او پراختيا لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري او نننی پروګرام يې هم د ځينو سوداګرو او نورو ادارو په همکارۍ جوړ کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د پاملرنې د نه شتون له امله شمشېر بازي او لغات يا شورۍ لرغونی ولسي هنر د له منځه تلو له ګواښ سره مخ و، چې په ننني پروګرام کې يې ورته ځانګړی ځای ورکړی او هڅه کوي چې په رسمي او غير رسمي مناسبتونو کې د ځای ورکولو له لارې يې بېرته راژوندی کړي.

هغه وايي :((زموږ يوازينۍ ستونزه د بوديجې کموالی او په اکثره مواردو کې نشتوالی دی، لکه په نننۍ د هنر په ورځ کې زموږ بوديجه صفر ده. موږ نن دوه هنرونه راژوندي کړل او نور کار هم کوو. د مادي فرهنګ په برخه کې موږ د اسيا په کچه بالاحصار او د ميرزکې خزانه لرو. د بالاحصار په اړه جمهوري رياست د رغونې ژمنه کړې او ويلي يې دي چې برآورد يې کړی دی؛ خو موږ ډېرې زياتې پاملرنې ته اړتيا لرو.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement