کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي سرمفتش (سیګار) جان ساپکو سره وکتل.
له ارګ څخه د تلې په٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې وشوه دواړو لوریو فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د پرمختګونو، لاسته راوړنو او کاري پایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې،په پيل کې د افغانستان حکومت د بېلابېلو بنسټونو مسوولینو د مالي مسایلو، د عوایدو د راټولو او زیاتوالي، د بودجې د تخصیص، د مالي منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي، د ګمرکي سیستمونو د تنظیم او د افغانستان د ادارو د غیرضروري مصاروفو د کموالي په اړه معلومات ورکړل.
وروسته ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان د انکشافي بودجې د مصرف د فیصدۍ لوړوالی د حکومت لپاره یو ښه پرمختګ دی، ځکه مخکې تر ۵۰ سلنې کمه بودجه مصرفېده، ولې اوس دغه رقم ۹۷ سلنې ته لوړ شوی چې دا کار د افغانستان د ادارو د ظرفیت لوړوالی ښیي.
هغه زياته کړه، د ملکي خدمتونو په ځانګړي ډول د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د استخدام د څرنګوالي په برخه کې جدي اصلاحات راغلي دي.
هغه زیاته کړه، د ملکي خدمتونو د ادارو په تعیناتو کې د سیاسيونو د مداخلې مخه نیول شوې، دغه راز په تېر یونیم کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونو په بېلابېلو ادارو کې ۵۰ زره تنه او ۲۰ زره ښوونکي د ټاکل شویو معیارونو مطابق استخدام کړي دي.
ولسمشر غني د افغانستان ادارو د ځوانولو په اړه وویل، په ادارو کې د ځوان نسل په ګومارلو سره ادارو ته نوې انرژي وارده شوې او په استخدام کې د سیاسي نفوذ پر کمښت سربېره، د افغانستان ادارې په مسوولو او خدمتګارو ادارو بدلې شوې دي.
نوموړي د ملي تدارکاتو په برخه کې تر ۲۰۰ د زیاتو غونډو دایرېدو او له ۹۰۰ ميلیون ډالرو زیاتې سپما ته په اشارې وویل، په امنیتي او دفاعي سکتور کې چې ډېره برخه یې د امریکا متحده ایالتونه تمویلوي، په کاري، ساختاري او تدارکاتي برخو کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي.
ولسمشر د دولت په عدلي او قضایي دستګاوو کې د اصلاحاتو په اړه وویل، د دولتي ادارو په چارو کې د قانونمندۍ په موخه، په تېرو پنځو کلونو کې تر ۴۰۰ زیات قوانین تصویب شوي او د دولت لسګونه مامورین په فساد کې د لاس لرلو له امله محاکمه شوي دي.
اشرف غني همداراز وویل، د کانونو قوانین تنظیم شوي، د پاسپورټ او پُستي خدماتو په برخو کې د شفافیت کچه لوړه شوې او د ښاروالیو په قانون کې تغییرات راغلي دي.
هغه څرګنده کړه، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په موخه ټولې دولتي ځمکې د ځمکو په بانک کې ثبت شوي او په ټوله کې افغان حکومت د فساد د مخنیوي او د دې شومې پدیدې د رېښو د ایستلو لپاره جدي تعهد لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، په مقابل کې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي سرمفتش وویل، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن