د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وېلز : افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکان کم دى

وېلز : افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکان کم دى

Oct 16, 2019 - 18:35

کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله په ټاکنو کې ددرغليو د مخنيوي لپاره پر جدي اقداماتو د ټينګار ترڅنګ وايي ، په افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکانات کم دي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال نن د تلې په ٢٤مه، د افغان رسنيو له استازو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغې افغانستان ته خپل سفر او ليدنې کتنې ګټورې وبللې او ويې ويل چې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په ګډون يې د ټاکنيزو کمېسيونو کمېشنرانو، د ناظرو بنسټونو غړو، د ښځو استازو او ځوانانو سره ليدنې درلودې.

مېرمن وېلز وويل، افغانانو خپل ژوند ګواښ سره مخ کړ، رايې يې  ورکړې، خو دا اوس پروسه بايد رڼه وي، د کمېسيونونو د خپلواکۍ ملاتړ  وي، مداخله ونه شي، فشار پرې راونه ړل شي.

دې زياته کړه چې ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس دواړو د ټاکنيزو کمېسيونونو پر خپلواکۍ ټينګار او ملاتړ وکړ.

اليس ويلز زياته کړې: (( موږ په خپل وخت سره د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان ملاتړ کوو، خو د بېړې پر ځاى بايد باوري پايلې اعلان شي.))

نوموړې د ټاکنيزو کمېسيونونو د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ او دا يې مثبت وباله چې يواځې بايو مټريک شوې رايې د منلو وړ دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وويل، د ټاکنو دواړه کمېسيونونه بايد ددرغليو په اړه اندېښمن وي او په دې برخه کې بايد سم معلومات له خلکو سره شريک کړي.

هغې د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو وغوښتل چې د پايلو د منلو په اړه په خپلو پخوانيو ژمنو کلک ودرېږي.

مېرمن وېلز په ټاکنو کې ددرغليو د مخنيوي لپاره پر نورو اقداماتو د ټينګار ترڅنګ وويل، په افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکانات کم دي.

نوموړې د سولې په تړاو وويل، راتلونکى افغان ولسمشر بايد ټولې سياسي ډلې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره په يوه صف کې راټولې کړي.

هغې زياته کړه، امريکا د سوله ييز هواري ملاتړ کوي، افغانان  بايد د سولې برخه کې د اجماع لپاره کار وکړي.

دې د فساد په اړه وويل، افغانستان بايد له فساد مبارزه وکړي، ښه حکومتوالي رامنځته کړي.

د ويلز په وينا، راتلونکى کال د افغانستان په اړه د مرستندويه هېوادونو نړيوالو کنفرانس جوړېږي، هلته ډونر د افغان حکومت د فساد ضد مبارزه ارزوي.

هغې زياته کړه، امريکا به له  افغانستان سره د يوه ملګري په توګه کار ته ادامه ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement