کابل (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله په ټاکنو کې ددرغليو د مخنيوي لپاره پر جدي اقداماتو د ټينګار ترڅنګ وايي ، په افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکانات کم دي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال نن د تلې په ٢٤مه، د افغان رسنيو له استازو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغې افغانستان ته خپل سفر او ليدنې کتنې ګټورې وبللې او ويې ويل چې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په ګډون يې د ټاکنيزو کمېسيونو کمېشنرانو، د ناظرو بنسټونو غړو، د ښځو استازو او ځوانانو سره ليدنې درلودې.
مېرمن وېلز وويل، افغانانو خپل ژوند ګواښ سره مخ کړ، رايې يې ورکړې، خو دا اوس پروسه بايد رڼه وي، د کمېسيونونو د خپلواکۍ ملاتړ وي، مداخله ونه شي، فشار پرې راونه ړل شي.
دې زياته کړه چې ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس دواړو د ټاکنيزو کمېسيونونو پر خپلواکۍ ټينګار او ملاتړ وکړ.
اليس ويلز زياته کړې: (( موږ په خپل وخت سره د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان ملاتړ کوو، خو د بېړې پر ځاى بايد باوري پايلې اعلان شي.))
نوموړې د ټاکنيزو کمېسيونونو د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ او دا يې مثبت وباله چې يواځې بايو مټريک شوې رايې د منلو وړ دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وويل، د ټاکنو دواړه کمېسيونونه بايد ددرغليو په اړه اندېښمن وي او په دې برخه کې بايد سم معلومات له خلکو سره شريک کړي.
هغې د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو وغوښتل چې د پايلو د منلو په اړه په خپلو پخوانيو ژمنو کلک ودرېږي.
مېرمن وېلز په ټاکنو کې ددرغليو د مخنيوي لپاره پر نورو اقداماتو د ټينګار ترڅنګ وويل، په افغانستان کې د يوه بل ټاکنيز بحران د رامنځته کېدو امکانات کم دي.
نوموړې د سولې په تړاو وويل، راتلونکى افغان ولسمشر بايد ټولې سياسي ډلې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره په يوه صف کې راټولې کړي.
هغې زياته کړه، امريکا د سوله ييز هواري ملاتړ کوي، افغانان بايد د سولې برخه کې د اجماع لپاره کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن