ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې  ٣٠ ديني مدرسې تړل شوې دې

په لوګر کې ٣٠ ديني مدرسې تړل شوې دې

author avatar
16 Oct 2019 - 13:23
په لوګر کې  ٣٠ ديني مدرسې تړل شوې دې
author avatar
16 Oct 2019 - 13:23

پل علم (پژواک، ٢٤ تله ٩٨): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د مرکزي دارالعلوم په ګډون ٣٠ ديني مدرسې تړلي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

دوى د پوهنې پر رياست نيوکه کوي چې د ديني مدرسو په بېرته خلاصولو کې يې اړيني هلې ځلې نه دي کړي.

په دې اړه د مرکز پل علم يوه اوسېدونکي حبيب الرحمن د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه زامنو يې د ابوبکر صديق په مدرسه کې زده کړې کولې، خو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دغه مدرسه تړل شوې ده.

هغه وايي:((له کومې ورځې چې مدرسې او دارالعلوم تړل شوي، زما د زامنو ترڅنګ ډېر شاګردان له درس نه پاتې دي، معارف رياست په څلورو مياشتې دغه مشکل حل نه کړ، ډېر بې کفايته دي.))

دغه راز د مرکزي دارالعلوم زده کوونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دارالعلوم تړل شوى او ټول زده کوونکي رخصت دي.

ده وويل: ((طالبانو مرکزي دارالعلوم او ټول ديني مدرسې تړلې دي، دا ښه کار نه دى، زه او زرګونه نور شاګردان له ديني تعليم نه پاتې يو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو نه يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

په دې اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د طالبانو د فشارونو له امله په دغه ولايت کې مرکزي دارالعلوم او ٣٠ ديني مدرسې تړل شوې دي.

عرب وايي: ((طالبانو د پوهنې رياست مسوولينو او ديني مدرسو له امرينو او زده کوونکو وغوښتل چې مدرسې بايد وتړل شي او نور بايد څوک مدرسې ته ولاړ نه شي او که چا يې له امر سرغړونه وکړه، نو وبه وژل شي نو هماغه و چې مدرسې تر ننه تړل شوې دي.))

ده وويل چې د پوهنې رياست تر اوسه څو ځلې د قومي مشرانو په منځګړتوب هڅه کړې چې دغه ستونزه هواره کړي، خو طالبانو ورسره نه ده منلې.

 د عرب په وينا، د پوهنې رياست خپل وروستي کوښښونه کوي ترڅو هرڅه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

د لوګر امنيتي او د ولايت مقام چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.