د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په نرخ کې د دولتي ځواکونو برید کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي

په نرخ کې د دولتي ځواکونو برید کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي او دوه ټپیان دي

Oct 16, 2019 - 13:38

کابل(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): ځايي سرچينې وايي، د ميدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په "صدمرده" سيمه کې د دولتي ځواکونو په بريد کې د یوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو ولایت د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دولتي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ د "صد مرده سیمې" اړوند په "سنګ کلا" کلي کې چاپه و هلې او هوايي بريدونه یې هم کړي دي.

هغه زياتوي:"د هوايي بريد په نتيجه کي د يوې کورنۍ اووه تنه غړي چې ملکيان وو په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپيان دي."

هوتک په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي:"...د ظلم او جنايت تر سره کول او بيا ځلې تکرار يې نه بښوونکی عمل دی، چارواکو دې ورته پېښو د مخنيوي او نه تکرار بشپړ ضمانت کړی و، ولې کړې ژمنې ټولې دروغ او د ولس په سترګو کې خاورې اچول و."

هغه پر حکومت غږ کوي چې د نرخ ولسوالۍ د یاد برید جدي پلټنه وکړي.

هوتک زياتوي:"که د تېر په څېر دغه جنايت هم يوه اشتباه او تېروتنه وګڼل شي او چارواکي په يوه عادي بښنه ځان له مسووليته خلاص کړي، ولس ته دې منلو وړ نه دي او د خپلو شهيدانو پوښتنه به کوي."

د سيمې یواوسېدونکی ميرويس ستانکزی هم وايي چې په یاد برید کې اووه کسان چې د يوې کورنۍ غړي دي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دی وايي:"تېره شپه د صدمردې په سنګ کلا کلي کې چاپه وه، دغه کسان له کورونو راوتلي او باغونو ته تللي وو، همدلته پرې هوايي بريد شوی او ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده."

دی هم وايي چې وژل شوي او ټپيان ټول ملګي وګړي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شریفزی د جزییاتو له ورکولو پرته په سيمه کې پوځي عمليات او هوايي بريد تاييدوي او وایي، امنيتي ارګانونو ورته ويلي چې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement