کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د ميدان وردګو ولايت مقام ادعا کوي چې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال وژل شوى دى.
د ولايت مقام له خوا د تلې په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل سيمې د کوچيانو په کلي کې هوايي بريد شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د نرخ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال جنت ګل له درېيو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.
له دې مخکې د ميدان وردګو ولايت مقام په يوه بله خبرپاڼه کې هم ادعا شوې وه چې د چک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال هم په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سيمې اوسېدونکو ويلي چې په نرخ ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
خو د ملي دفاع وزارت او ٢٠٣ تندر قول اردو له خوا په خپرو شوو خبرپاڼو کې ادعا شوې وه چې په هوايي بريد کې وژل شوي کسان ملکي وګړي نه وو.
پژواک اژانس د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره د ايمېل له لارې د يادو ادعاوو په اړه اړيکه نيولې ده، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن