ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي د غذايي توکو له کمښت سره مخ دي

د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي د غذايي توکو له کمښت سره مخ دي

author avatar
17 Oct 2019 - 16:55
د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي د غذايي توکو له کمښت سره مخ دي
author avatar
17 Oct 2019 - 16:55

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): دکرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي چې د جګړې او بېوزلۍ له امله د افغانستان شاوخوا نيمايي وګړي د غذايي توکو له کمښت سره مخ دي.

دغه څرګندونې د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست حشمت الله غفوري د تلې په ۲۵ مه د خوړو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

غفوري وویل چې د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي د بېوزلۍ، جګړې، سیاسي اختلافاتو او د هوا د بدلون له امله د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د یادې ستونزې د حل په موخه بايد په هېواد کې کرنه له عنعنوي ډول څخه ميکانيزې ډول ته بدله شي.

ده زیاته کړه چې تېر کال د پرله پسې ورښتونو له امله د افغانستان د کرنيزو حاصلاتو په برخه کې له ۲۰ ـ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

غفوري وایي چې په روان کال کې به په ټول افغانستان کې شاوخوا لس زره د سبزيو کورنۍ باغچې، شاوخوا لس زره څاروي او لس زره شنې خونې پر خلکو و وېشل شي او ترڅنګ به يې له پاکو خوړو د ګټې اخيستنې لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شي.

ده وویل چې د ۲۰۲۰-۲۰۳۰ میلادي کلونو ترمنځ به د اوبو کانالونه او لويې زېرمې  جوړې شي چې شاوخوا يو نيم ميليون هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

د غفوري د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به سلګونو ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابره شي او خلک به د خوړو له کمښت څخه هم وژغورل شي.

همدا راز په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان وویل چې د هېواد ډېری وګړي د اړينو خوړو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې ډېرى ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته کيږي.

دی وایي چې دامهال په ۳۱۳۵ روغتيايي مرکزونو کې د تغذیې برخې سلاکارن روزل کیږي چې د روان میلادي کال په پای کې به روغتيايي برخو ته ور وپېژندل شي او خلکو سره به د تغذیې په برخه کې مرستې وکړي.

په یاده غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظیم برخې رییس احمد ویس بصیري وویل چې په هېواد کې د خوړو د کمښت د له منځه وړلو په موخه بايد اوبه مهار شي او دغه برخه کې بايد نړيوال له افغانستان سره مرسته وکړي.

همدارنګه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان سرپرست فبریزیو وویل چې د افغانستان شاوخوا ٤٤،٦ سلنه وګړي اړينو خوړو ته لاسرسی نه لري چې بايد دغه ستونزه يې هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.