ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ دولتي ادارې او خلک د برېښنا له درکه ١،٣ ميليارده افغانۍ پوروړي دي

د بلخ دولتي ادارې او خلک د برېښنا له درکه ١،٣ ميليارده افغانۍ پوروړي دي

author avatar
17 Oct 2019 - 12:02
د بلخ دولتي ادارې او خلک د برېښنا له درکه ١،٣ ميليارده افغانۍ پوروړي دي
author avatar
17 Oct 2019 - 12:02

مزارشريف (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): په بلخ کې د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر دولتي ادارې، د استوګنې کورونه او سياسي اشخاص د برېښنا له درکه څه باندې ۱،۳ ميليارده افغانۍ پوروړي دي.

د بلخ برېښنا شرکت رييس انجنير حميدالله حميدي د تلې په ۲۵مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د يادو پورونو راټولولو لپاره دوی جدي هڅې پيل کړې دي.

نوموړی وايي چې د بلخ برېښنا شرکت ته د ده په راتلو سره د برېښنا د وېش په برخه کې د ښاريانو لپاره اسانتياوې رامنځته شوې دي.

حميدي زياته کړه چې په ټوله کې د بلخ يو شمېر دولتي ادارې، نظامي قطعات، اشخاص او افراد د برېښنا له درکه شاوخوا ۱،۳ میليارده افغانۍ پوروړي دي.

هغه وايي چې د يادو پورونو د حصول لپاره يې خپل اقدامات ګړندي کړي او په خبره يې هر څوک چې خپل پور نه پرې کوي، برېښنا پرې قطع کېږي.

د بلخ د برېښنا رييس وويل چې د پورونو ترلاسه کولو په برخه کې يې د قرضدارانو لپاره دا اسانتياوې هم رامنځته کړې چې په څو قستونو کې خپل پور ادا کړي.

نوموړي تاييد کړه چې يو شمېر زورواکي او وکيلان هم د برېښنا له درکه قرضدار دي چې خپل پور پر وخت نه ادا کوي.

د هغه په خبره، د برېښنا له درکه ډېری پوروړي هغه څوک دي چې پخوا يې برق مصرف کړی خو اوس يې د لګښت د تحويل وس نه لري.

انجنير حميدي په خپلو خبرو کې وويل چې برېښنا شرکت د خپلو قرضونو د حصول په برخه کې جدي ده.

نوموړي ګواښ وکړ که په مزارشريف کې له برېښنا څخه پوروړي اشخاص ژر تر ژره خپل پورونه ادا نه کړي نو برق به يې پرې قطع او نومونه به يې د رسنيو له لارې افشا کړای شي.

هغه د د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((تاسې ټول يې پېژنئ چې دا قرضداران څوک دي، زه بيا هم هغوی ته وايم چې رادې شي او خپل پورونه دې خلاص کړي، که نه قانوني او جدي چلند ورسره کوو.))

د بلخ برېښنا شرکت رييس وايي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د قانون حاکميت پراخېږي او هېڅوک دې دا کوشش نه کوي چې د بيت المال پيسې تحويل نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.