ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني معلولينو او معيوبينو د خپلو حقوقوترلاسه کولو لپاره لاريون وکړ

د غزني معلولينو او معيوبينو د خپلو حقوقوترلاسه کولو لپاره لاريون وکړ

author avatar
17 Oct 2019 - 15:54
د غزني معلولينو او معيوبينو د خپلو حقوقوترلاسه کولو لپاره لاريون وکړ
author avatar
17 Oct 2019 - 15:54

غزني ښار (پژواک ۲۵ تله ٩٨): د غزني ولايت معلولينو او معيوبينو د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره لاريون وکړ او چارواکي يې پر نه همکارۍ تورن کړل.

دغه کسان چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده د تلې په ٢٥مه، د ولايت مقام مخې ته لاريون وکړ.

د شمس الله په نامه يو تن لاريون کوونکي چې پښې نه لري، پژواک اژانس ته وويل مسوولينو ورسره د ځمکو د نومرو ژمنې کړې دي، خو نه يې تر اوسه ځمکې ورکړي او نه يې هم معاشونه په وخت اجرا کېږي.

د بي بي حاجرې په نامه يوې لاريون کوونکې وويل، چې خاوند يې کلونه وړاندې په جګړه کې وژل شوى او د کور سرپرستي يې پر غاړه ده.

هغې زياته کړه، ددوى ټوله تکيه پر معاش ده، خو د اړونده رياست له خوا يې معاشونه  پر وخت نه ورکول کېږي.

دې وويل : ((که چېرې يې غوښتنې ونه منل شوې، خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکوي.))

د يوه وژل شوي پوليس زوى سيداحمد پژواک ته وويل، څلور کاله مخکې يې پلار د دندې پر مهال ووژل شو، په ډېرو ستونزو يې د پلار حقوقو لپاره مبارزه وکړه، خو له تېرو اتو مياشتو راهيسې ورته معاش نه دى ورکړل شوى.

د غزني د شهدانو او معلولينو رييس نصرالله سياسي د خلکو ستونزې مني او وايي چې دا ستونزې يواځې په غزني کې نه، بلکې په ډېرو ولايتونو کې شته دي.

هغه زياته کړه، په مرکز کې ډېرى کارونه په وخت سره نه ترسره کېږي، خو اوس يې پنځه ميليونه افغانۍ ترلاسه کړي او ډېر ژر به د معلولينو معاشونه حواله کړي.

نوموړي د نومرو په اړه وويل ، دولت پلان کې لري چې دوى ته ځمکې هم ورکړي، خو وخت يې نه دى مشخص شوى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.