هرات ښار (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار پنځه بجې د کندهار- هرات پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ اړوند سيمه کې يوه بس له بار وړونکي موټر سره ټکر کړى دى.
د هغه په خبره چې په دې پېښه کې د بس موټر دوه مسافر مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
فرهاد زياته کړه، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
د موټرو ګړندى تګ او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د دې ډول پېښو لاملونه بلل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن