کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د ميدان وردګو ولايت مقام وايي چې د دغه ولايت د چک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال وژل شوى دى.
د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون شاوخوا دوولس بجې د چک ولسوالۍ د سېبکې دربند په سيمه کې هوايي بريد وشو.
سرچينې زياته کړې، د دغه هوايي بريد په پايله کې د چک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال ملا جانان مشهور په (عابد) له يوه ساتونکي سره وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی په داسې حال کې له خپل موټر او وسلو سره له منځه وړل شوي چې له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
د ميدان وردګو ولايت مقام ويلي، جانان مشهور په عابد د ابکزار حوزې اړوند مانجرخېلو کلي اوسېدونکی و چې کله کله به يې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د مخالفینو په نامه د ولايت سرپرست په توګه هم فعاليتونه ترسره کاوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن