ګردېز(پژواک، ٢۵ تله ۹۸):د پژواک موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د پکتيا ولايت د امنو ولسواليو پرتله په نا امنو ولسواليو کې ډېرې رايې کارول شوي چې خلکو ته يې شکونه پيدا کړي دي.
د تلې مياشتې د شپږمې ڼېټې په ولسمشريزو ټاکنو کې د پکتيا په مرکز او ١٤ ولسواليو کې ټول ۱۹۴ ټاکنيز مرکزونه وو چې ۳۲ يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.
په دې ټاکنو کې د پکتيا ولايت له ۹۸۳ پرانيستو محلونو څخه ۱۶۱۶٧٨ رايه وکارېده چې د هېواد په کچه د ډېرو رايو ورکوونکو ولايتونو په کتار کې راغله، خو د تلې په ۲۲مه د ټاکنو کمېسیون د پکتیا د ۶۵۳ محلونو ۳۶۸۲۷ بایومټریک رایې د دغه کمېسیون د اطلاعاتو مرکز «مرکزي سرور» ته لېږدولې دي.
خو ځينو ټاکنيزو ډلو د دغه ولايت په رايو اعتراض وکړ او په ټاکنو کې يې د درغلۍ تورونه پرې پورې کړل.
په دې اړه پژواک خبري اژانس څېړنه کړې او د دغه ولايت د ځينو ولسواليو رايې، يې سره پرتله کړې دي.
د بېلګې په توګه په دغه راپور کې د پکتيا د امنې ولسوالۍ شواک او ناامنو ولسواليو زرمت او روحاني بابا رايې سره پرتله شوې دي.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې په شواک ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۸۵۶۹ تذکرې سټېکر شوې وې چې د ټاکنو په ورځ د درې ټاکنيزو مرکزونو په ۲۶ محلونو کې يې ۴۱۸ رايې کارېدلې دي.
خو په زرمت ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۳۳۳۲۰ تذکرې سټېکر شوې وې چې د ټاکنو په ورځ په ۱۸ ټاکنيزو مرکزونو او ۹۷ محلونو کې ۲۴۸۳۶ رايې کارېدلې دي.
همدارنګه په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ټاکنو لپاره ۱۳۴۶۶ تذکرې سټېکر شوې وې، چې په ياده ورځ په ۸ مرکزونو کې ۹۹۹۹ رايې کارېدلې دي.
په زرمت ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله د ۲۲ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې څلور مرکزونه چې ۱۳ محلونه کيږي، بند و او په روحاني ولسوالۍ کې د نهو مرکزونو له ډلې څخه چې ٤٤ محلونه کېدل څلور محله يې تړلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن