کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د روان ښوونيز کال پر مهال په ٢٧ ولايتونو کې تر ٨٠٠زرو ډېر زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د تلې په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا نوي زده کوونکي د لومړنۍ دورې ټولګيو ته جذب شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې له جذب شوو نوو زده کوونکو ٤٣ سلنه یې نجونې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په روان لمریز کال کې يواځې په سړو سیمو کې د تېر لمریز کال په پرتله په تودو او سړو دواړو سیمو کې د نوو شامل شوو زده کوونکو ټول شمېر ٧٠زره ډېروالی ښيي.
د پوهنې وزارت ويلي، په روان لمریز کال کې د پوهنې وزارت له ژمنې سره سم د زده کوونکو لپاره غوره ټولګي جوړ شوي او پیاوړي ښوونکي پر دنده ګومارل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په اوسني وخت کې د نوو زده کوونکو د جذب لړۍ په اوو تودو سیمو کې (کندهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، کنر او ننګرهار) دوام لري.
پوهنې وزارت په هېواد کې د زده کوونکو شمېر د زیاتوالي په موخه د پوهاوي بېلابېل پروګرامونه د رسنیو او د ښوونځيو شوراګانو له لوري پیل کړي دي.
د يادونې ده، په ١٣٩٨ لمريز کال کې په ابتدايي دورو کې د يو میلیون نوو زده کوونکو جذب د پوهنې وزارت یوه له موخو وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن