کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): ملي دفاع وزارت وایي چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه په بغلان ولایت کې له درېیو خواوو "ډنډ شهاب الدین " "ډنډ غوري" او "کېله ګي" د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات به په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو تر پاکېدو پورې دوام ولري.
سرچینې زیاته کړې، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له دې مخکې په بدخشان، تخار او کندوز ولایتو کې عملیات پیل کړي دي چې په پایله کې یې ډېرې سیمې له طالبانو نیول شوې او د قوماندانانو، ولسوالانو او نورو مهمو غړو په ګډون د دې ډلې لسګونه چنګالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار په ډېری سیمو کې بریدونه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن