د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه ژوبل شوي

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او پنځه ژوبل شوي

Oct 17, 2019 - 20:24

جلال اباد (پژواک ۲۵ تله ۹۸): د ننګرهار ولايت اړوند د جلال اباد- تورخم پر لاره د دوو موټرو د ټکر پېښه کې يو تن مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۲۵مه پژواک خبري اژانس وويل، نن تر مازيګر وروسته د جلال اباد - تورخم لويې لارې اړوند د سپين پول په سيمه کې يو بار وړونکی ټېلر او مسافر وړونکی سوزکی موټر ټکر شوي دي.

دی وايي، دغه ترافيکي پېښه کې يو تن مړ شوی او پنځه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، مړه او ټپيان د سپرلۍ موټر اړوند دي.

هغه زياته کړه د ترافيکو مديريت د بررسۍ ‌‌‌‌‌‌ډله سيمې ته تللې چې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

د معلوماتو له مخې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement