د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د افغاني محصولاتو کیفیت دې له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي

ولسمشر غني: د افغاني محصولاتو کیفیت دې له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي

Oct 17, 2019 - 11:27

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، په نړیوالو بازارونو کې د غوره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د افغاني محصولاتو کیفیت له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي.

له ارګه د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د سټنډرډ ملي ادارې له مسوولینو سره په غونډه کې د سټنډرډ کولو، له سټنډرډ سره د توکو د مطابقت او خدمتونو ارزونې، د کیفیت او سټنډرډ نښو د تصدیق پاڼو صادرولو، مترولوژي او د مرکزي لابراتوارونو سیستم جوړولو په برخو کې د یادې ادارې کاري راپورونه واورېدل.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د دې ادارې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل او پر تشکیلاتي اصلاحاتو او د بودجې پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

ولسمشر د سټنډرډ ملي ادارې کارونه وستایل او وې ویل، په نړیوالو بازارونو کې د غوره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د افغاني محصولاتو کیفیت له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي.

هغه د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو ته دنده وسپارله چې د بازار اړتیاوو ته په پام د سټنډرډونو د تدوین مشخصې طرحې جوړې کړي، څو خوندي، باکیفیته او له نړیوالو مقرراتو او میعارونو سره سم افغاني محصولات برابر شي.

ولسمشر د هېواد د صادراتو زیاتوالي اړتیا ته په اشارې وویل، د صادراتو زیاتوالی د کورنیو تولیداتو له معیاري کولو سره تړلی دی او اړتیا ده چې د سټنډرډ ملي اداره د هیواد په عمده صادراتي توکو جدي تمرکز وکړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو لپاره د غوره سیالۍ زمینه برابره شي.

هغه وویل، د سټنډرډ ملي ادارې وړاندیز شوې طرحې لا زیات تحلیل ته اړتیا لري چې یو واضح تصویر او باور وړ پایلې وړاندې کړي او د هغه په رڼا کې تصمیم ونیول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement