ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: په تېرو نهو مياشتو کې ٨٢٣٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

يوناما: په تېرو نهو مياشتو کې ٨٢٣٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Oct 2019 - 16:46
يوناما: په تېرو نهو مياشتو کې ٨٢٣٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Oct 2019 - 16:46

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ملکي تلفات لوړې کچې ته ختلي او په تېرو نهو مياشتو کې ٨٢٣٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ((يوناما)) له خوا د تلې په ٢٥مه د روان زېږديز کال د لومړيو درېيو ربعو د ملکي تلفاتو په اړه خپاره شوي ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په درېیمه ربعه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او په جګړه کې ښکېلو خواوو ته ډېره اړینه ده چې د ملکیانو په خونديتوب کې لا زیاته هڅه وکړي.

سرچينې زياته کړې، په ټولیزه توګه د ۲۰۱۹ کال په لومړيو ۹ میاشتو کې د یوناما د ثبت شوو شمېرو له مخې ۸۲۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې  ۲۵۶۳ وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.

يوناما ويلي، دا له ۲۰۱۴ کال را په دېخوا په متواتر ډول د ۹ میاشتو په موده کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د لوړې کچې مرګ ژوبله په ډاګه کوي.

يوناما ويلي، د روان زېږديز کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تایید شوې شمېره کې د ۲۰۱۸ کال د همدې مودي پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سرچينې ويلي، پر دې سربېره په جولای میاشت کې یوناما چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې ثبتونه پیل کړې، په یوه میاشت کې یې د ملکي وګړو تر ټولو لوړ شمېر تلفات ثبت کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له هغه وروسته د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په ټولیز شمېر کې کموالی راغی چې تر ډېره د دولت ضد عناصرو له خوا ملکي مرګ ژوبله کمه شوه، خو د کال په درېیمه ربعه کې د حکومت ضد عناصرو له خوا د ملکي تلفاتو په کچه کې بېرته شدید زیاتوالی راغی.

يوناما وايي، په ورته وخت کې د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر میاشتې تر۳۰مې پورې د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو او پلټونکو عملیاتو له کبله هم ملکي مرګ ژوبله زیاته شوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: ((د ریکارډ په کچه د ملکي تلفاتو لوړوالی په روښانه ډول ښيي چې ټولې ښکېلې غاړې دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام ډېر کړي او د عملیاتو ترسره کېدو پر مهال دې خپل چلند ته بیا کتنه ولري.))

هغه زياته کړې: ((په افغانستان کې د جګړې له کبله په لوړ شمېر کې د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې رامنځته کېدل د داسې سولې د خبرو اهمیت په ګوته کوي چې د اوربند رامنځته کیدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي دایمي جوړجاړي سبب شي، کومه بله لار نشته.))

د يوناما مشر ويلي، د ملکي وګړو مرګ ژوبله په هېڅ ډول د منلو نه ده، په ځانګړې توګه چې ټول پر دي باور دي چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو نهو مياشتو کې تر ټولو ډېره ملکي مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو او تعبیه شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې چې د ټولو تلفاتو ۴۲ په سلو کې جوړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.