کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د سعودي عربـستان د مدينه منورې ښار کې د ترافيکي پېښې له امله ٣٥ عمره کوونکي مړه شوي دي.
د سعودي دولتي اژانس (واس) د خبر له مخې، دا پېښه پرون ماښام د مدينې منورې ښار په ١٥٠ کيلومترۍ په حجره سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، له مکې مکرمې څخه مدينې ته روان د عمره کوونکو يو غټ موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړى دى.
په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې ٣٥ عمره کوونکي مړه او څلور نور ټپيان شوي چې ټپيان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې له پېښې وروسته د مدينې منورې والي شهزاده فيصل بن سلمان، پوليس، سرې مياشتې، روغتيايي ادارو او نورو سپارښتنه کړې چې په بېړنۍ توګه سيمې ته ځانونه ورسوي او اړوند مرستې وکړي.
د سعودي دولتي اژانس ويلي چې په مړه شوو کې د اسيايي او عربي هېوادونو وګړي شامل دي.
په سعودي عربـستان کې د افغانستان سفير سيد جلال کريم پژواک اژانس ته وويل چې په مدينه کې يې د افغان سفارت استازو ته دنده سپارلې څو معلومات ترلاسه کړي چې افغانان هم په پېښه کې شته او که نه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن