جلال اباد (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په يوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۶۲تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې د جودرې په کلي کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو په جومات کې ماين ځاى پر ځاى کړى و، چې د چاودنې له ا مله يې ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ د کلينيک يوه نوکريوال ډاکټر پژواک ته وويل، تر اوسه ورته د پېښې له ځايه ٢٧ جسدونه او ٥٥ ټپيان انتقال شوي دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن