هرات (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت پخوانى سلاکار ډاکتر سپنتا وايي چې د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه وه، بلکې د پاکستان د ګټو د ساتلو دا جګړه د افغانانو پر وړاندې له هغه وخته پیل شوې چې افغانستان کې يو بهرنی سرتېری هم موجود نه و.
ډاکتر سپنتا دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٦مه، د هرات اتم نړيوال امنيتي کنفرانس په لومړۍ ورځ په خپله وينا کې وکړې.
په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له خوا جوړ شوى، د افغانستان په ګډون د ٢٠ هېوادونو استازو او دېپلوماټانو په کې ګډون کړى دى. دا کنفرانس نن سهار د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي په پرانيستونکې وينا سره پيل شو.
د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار او د ياد مرکز غړي ډاکتر رنګين دادفر سپنتا وويل : (( که د سولې په بهیر کې دافغانستان اسلامي جمهوریت محوري حضور ونه لري، دا به زموږ سوله نه وي. له بده مرغه د سولې په شویو خبرو کې تراوسه طالب ته د مشروعیت ورکولو او زموږ له دولت او اساسي قانون د مشروعیت د کمولو هڅه شوې ده.))
هغه زياته کړه، د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه وه. د پاکستان د ګټو د ساتلو دا جګړه زموږ پر وړاندې له هغه وخته پیل شوې چې افغانستان کې يو بهرنی سرتېری هم موجود نه و. دا مقدس جنګ نه دی، د طالب جګړه ناولې جګړه ده.
نوموړي د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل، د سولې په تړون کې بايد له پاکستانه ضمانت واخيستل شي، چې دافغانستان په چارو کې به لاسوهنې نه کوي.
د هغه په وينا، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون روانې جګړې ته بهانه ورکړې.
خو سپنتا وغوښتل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو دې له افغان حکومت سره خبرې وشي، نه له نورو اړخونو سره .
د هغه په وينا، د افغانستان د برخليک په اړه امريکا له پاکستان سره خبرې کوي، افغانان له دې خبر نه دي چې د طالبانو، امريکا اوپاکستان ترمنځ څه روان دي.
ډاکټر سپنتا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو پر کمې ونډې اندېښنه وښوده او ويې ويل چې دا بايد جدي ونيول شي، ځکه چې خلک سولې ته لومړيتوب ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن