کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : وسله والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې نهه مياشتنى راپور رد کړ.
يوناما پرون د روان زېږديز کال ددرېيمې ربعې او د نهو مياشتو ګډراپور خپور کړ، په راپور کې راغلي چې په تېرو مياشتو کې څه دپاسه اته زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
يوناما ادعا کړې چې په دې ملکي مرګ ژوبله کې يې ٦١ سلنه د وسله والو طالبانو له خوا اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې راپور په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتو ماموریت یوناما د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ، په راپور کې بیا هم هڅه شوې چې د ملکي خلکو په نښه کولو او تلفاتو کې د طالبانو ونډه زیاته وښودل شي.
هغه زياته کړې : (( موږ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ناقص او یو لوریز بولو او ردوو يې.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن