ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې اتم نړيوال امنيتي کنفرانس پيل شو

په هرات کې اتم نړيوال امنيتي کنفرانس پيل شو

author avatar
18 Oct 2019 - 16:50
په هرات کې اتم نړيوال امنيتي کنفرانس پيل شو
author avatar
18 Oct 2019 - 16:50

هرات (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د هرات د امنیتي خبرو اترو اتم کنفرانس نن د دې ولایت د والي عبدالقیوم رحیمي په وینا د اختیارالدین تاریخي کلاه کې پيل شو.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه دوه ورځني کنفرانس کې د هیواد او سیمې په کچه  ترسلو ډېرې بېلابېلې سیاسي څېرې، دولتي چارواکي، د پوهنتون استادان اومطرح فرهنګي اوسیاسي شخصیتونه ګډون لري.

هرات والي عبدالقیوم رحیمي مېلمنوته د ښه راغلاست په ویلو سره د یاد کنفرانس له جوړېدو څخه هرکلی وکړاو هېواد کې يې د یوې دایمي سولې راتلو لپاره د ملي اجماع جوړېدوغوښتنه وکړه .

هغه زياته کړه :" افغانستان کې جګړه بهرني عوامل لري، چې زموږ خلک يې له ګڼو مصیبتونو او بدبختیو سره مخ کړی، هیواد کې د سولې او ثبات ټینګښت ته جدي اړتیا ده. د هرات والي په خبره سوله باید له ولسوالیو څخه پيل شي، ځکه هغه سوله چې بهرکې طرح ریزي کیږي هغه نه شي کیدای زموږ د هیواد او ولس لپاره اغیزمنه تمامه شي."

والي د بین الافغاني خبرو اترو کوربتوب لپاره د هرات خلکو او سیمه یيزو مسوولینو له چمتووالي څخه خبرورکړ او هیله يې څرګنده کړه چې هرات کې د پرتو اولیاء الله وو په برکت سره به هرات کې د خبرو اترو په پایله کې هېواد کې یوه سراسري سوله حاکمه شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا د سولې خبرو اترو د بیا پيل غوښتنه وکړه ويې ویل: خلک انتظار لري چې په هېواد کې يې سوله او ثبات تأمین شي ځکه ټول د سولې تږي دي .

دا هرات کې د امنیتي خبرو اترو اتم کنفرانس دی چې د افغانستان د استراتېژیکو مطالعاتو د انستیتیوت له لوري جوړیږي.

ټاکل شوي چې دغه کنفرانس کې سبا ته هم پربېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.