ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: ترکيې د سوريې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه

امريکا: ترکيې د سوريې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه

author avatar
18 Oct 2019 - 13:12
امريکا: ترکيې د سوريې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه
author avatar
18 Oct 2019 - 13:12

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : امريکا ويلي چې ترکيې د سوريې په شمال کې پر اوربند موافقه کړې ده، بلخوا هلته يو ځل بيا د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ترکيې ځواکونو څو ورځې مخکې د سوريې په شمالي سيمو کې چېرته چې کوردان اوسېږي، پوځي عمليات پيل کړي چې د نړيوالو له کلکو غبرګونونو سرهم مخ شوي دي.

دامريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير پومپيو پرون انقرې ته تللي وو او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سره يې د روانې شخړې په اړه خبرې کړې دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې پينس له اردوغان سره شاوخوا ٩٠ دقيقې خبرې وکړې  چې په پايله کې يې پر اور بند موافقه وشوه.

مايک پنس پرون له اردوغان سره تر کتنې وروسته په انقره کې خبريالانو ته ويلي : "د امريکا متحدو ایالاتو او ترکیې په سوریه کې پر اوربند توافقه وکړه، د ترکیې لوری به ۱۲۰ ساعته عملیات ودروي، څو کُرد ملېشه له خوندي زون څخه ووځي، د ترکيې پوځي عملیات به ودرېږي. "

هغه زياته کړه چې دواړو خواوو پر دې موافقه کړې چې د اوربند له عملي کېدو سره به امریکا پر ترکیه نور بنديزونه نه لګوي.

نوموړي له ترکیې سره د سوریې په شمال کې د داعش پر ضد پر مبارزه هم موافقه کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د پنس د خبرو تر خپرېدو وروسته وویل چې فوق العاده ښې پایلې ته رسېدلي دي.

بلخوا ځينو رسنيو خبر ورکړى، چې د اوربند تر اعلان وروسته هم په شمالي سيمو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.