ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه وښوده

حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه وښوده

author avatar
18 Oct 2019 - 09:58
حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه وښوده
author avatar
18 Oct 2019 - 09:58

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د يوناما ادارې له خوا په خپور شوي راپور کې د ملکي تلفاتو د کچې پر لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

يوناما پرون د روان زېږديز کال د درېيمې ربعې او د نهو مياشتو ګډراپور خپور کړ، په راپور کې راغلي چې  په تېرو مياشتو کې څه دپاسه اته زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د افغانستان د ملي امنيت شورا د يوناما ددې راپور په اړه غبرګون ښودلى دى.

د امنيت شورا له خوا د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي : "موږ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما له راپوره اطلاع حاصله کړه او له دې امله چې په کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې دوى اندېښمن دي. "

سرچينې زياته کړې، په ورته وخت کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه او تقدیر کوي چې د خلکو امنیت یې نیولی او د طالبانو د پراخو او سیستماتیکو بریدونو مخنیوی يې په تېره بیا د تېرو ټاکنو په شپو ورځو کې کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي :"زموږ د ځواکونو لاسته راوړنې د یوناما په ارقامو کې له ورایه ښکاري، چې د ټاکنو په ورځو کې یې د تېرو پارلماني ټاکنو په نسبت ملکي تلفات شاوخوا ۴۰ ٪ کم کړل. "

د ملګرو ملتونو راپور همدا ډول موندلې چې د رایې اچونې پر ورځ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې درېيمه برخه ماشومان وو او دا ددې ښکارندويي کوي چې طالبان د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په قصدي ډول بې ګناه ماشومان په نښه کوي. راپور همدارنګه ښيي چې ځانمرګي او غیر ځانمرګي بریدونه او چاودنې په دې ربع کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو عمده لاملونه دي. "

دامنيت شورا زياته کړې :"دداسې دښمن پر وړاندې چې په پرله پسې ډول ملکي اهداف په نښه کوي، موږ د خلکو د ژوند د ساتنې، د ملکي تلفاتو دکموالي او له متضررینو سره د مرستې په برخه کې عمده ګامونه پورته کړي دي. "

د هېواد امنيت شورا ويلي، د ملکي تلفاتو د خونديتوب په موخه حکومت يو لړ اقدامات کړي  چې په لاندې ډول دي.

د ولسي وګړو خوندیتوب: د هېواد امنیتي ځواکونو په دې ربع کې ۹،۵ ټُنه چاودېدونکي توکي ضبط کړي دي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې، د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای، د ۲۶۰۰۴ قطعو ناچاوده مهماتو، چاوېدونکو توکو او د پرسونل ضد ماینونو د پاکولو له لارې د بې شمېره افغانانو ژوند ژغورلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بشردوستانه نورمونو خلاف، د دښمن ځواکونو په دې ربع کې ولسي هدفونو لکه د زده کړو په مرکزونو او روغتونونو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. هغوی د بې شمېره ملکي وګړو د وژلو ترڅنګ ۹  بابه روغتونونه له منځه وړي او په دې کار سره یې د ژوند کولو او د ژوند ساتلو حق له خلکو اخیستی دی. ترهګرو له ۲۰۱۷ کال راهیسې لسګونه ښوونځي ویجاړ کړي او ۴۸۰ ښوونکي، زده کوونکي او د پوهنې کا رکوونکي يې وژلي دي.

د يادونې ده چې طالبانو بيا د يوناما راپور کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.