د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پوليسو ملي اکاډمي د جنرال رازق په نوم نومول کيږي

د پوليسو ملي اکاډمي د جنرال رازق په نوم نومول کيږي

Oct 18, 2019 - 15:07

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي، جنرال رازق تل د دښمنانو او ترهګرو د دسیسو او توطیو پر وړاندې د درېدو ټینګار کاوه. د ده ټینګار زموږ د ټول ولس ټینګار دی.

ولسمشر دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٦مه، د کابل د لويې جرګې په خېمه کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق د لومړي تلين په مراسمو کې وکړې.

په دې مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، استاد عبدرب الرسول سیاف، د کابینې غړو، د ملي شورا رهبرۍ او غړو او یو شمېر سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی وو.

جنرال رازق خان تېر کال په همدې ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د هغه مهال د والي د يوه ساتونکي له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې، ووژل شو.

ولسمشر زياته کړه:"جنرال عبدالرازق زموږ د امنیتي ځواکونو له هغو رښتینو او زړورو بچیانو څخه و چې د افغانستان د دښمنانو د یوې لویې دسیسې په پایله کې د هېواد په دفاع کې شهید شو، مګر نن په زرهاوو نور عبدالرزاق خانان جوړېږي. "

هغه وويل، نن ټول افغانستان د خلکو د دغه اتل په وېر کې راټول شوي او د هېواد د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د هغه د لومړي تلین په مناسبت د جنرال عبدالرازق درنې کورنۍ، تادین خان، امنیتي ځواکونو او د افغانستان عظیم ولس ته تسلیت وایي.

ولسمشر وايي، جنرالرازق یو وطنپال او داسې جنرال و چې په ټولو خلکو ګران و. ټول افغانان ښځې او نارینه، ځوانان او سپين ږیري هغه د وطن یو واقعي سرتېری بولي. دا کندهار او ټول افغانستان ته د ویاړ ځای دی، چې ټول افغانستان د جنرال رازق په ویاړ غمجن و.

د نوموړي په وينا، د جنرال رازق ترور وښودله چې د پردیو د دسیسو باوجود د افغانستان خلکو اوس هم په یوه غږ له هیواد او زړورو سرتېرو څخه په ملاتړ کې خپل یووالی ساتلی دی. هغه تشه چې دوی غوښته چې په لوی کندهار او افغانستان کې راشي، رانغله او هیڅ وخت به نه راځي.

ولسمشر اشرف غني وويل : "جنرال رازق تل د دښمنانو او تروریستانو د دسیسو او توطیو پر وړاندې د درېدو ټینګار کاوه. د ده ټینګار زموږ د ټول ولس ټینګار دی، تروریستانو واورئ! "

ده زياته کړه،  جنرال رازق د دې هیواد رښتینی بچی و او دى د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د خلکو د ملاتړ په لاره کې د هغه د اتلولیو او سرښندنو قدرداني او مننه کوي.

هغه وايي : "موږ ټول د دې شاهدان وو، په کومه ورځ چې جنرال رازق شهید شو له بدخشان څخه تر هلمند او له هرات څخه تر ننګرهاره  ټول د هغه د له لاسه ورکولو په غم او ماتم کې ویرجن وو. "

د ستر حنرال عبدالرازق د سرښندنو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په خاطر  د افغانستان د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي.

زموږ هر پولیس به اوس د جنرال رازق په قدم قدم ږدي او د اتلوالۍ لپاره به کوښښ کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement