کندهار (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق خان اڅکزي د لومړي تلين پر مهال د هغه پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه.
جنرال رازق خان تېر کال په همدې ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د هغه مهال د والي د يوه ساتونکي له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې، ووژل شو.
د هغه د لومړي تلين پر مهال د کندهاروالي حیات الله حیات، مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ملي امنیت رئیس تورن جنرال برکت الله څمکنی، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال او یو شمیر مسؤلینو او مشرانو د کندهار مخکني امنيه قوماندان، د سولې اتل جنرال عبدالرازق پر مقبره د ګلو ګيډۍ کېښوده.
کندهار والي حیات الله حیات د ګلو ګیډۍ تر ایښودلو وروسته وويل، سترپاسوال عبدالرازق د هېواد په دفاع کې خپل سر قربانی کړ او مبارزه به يې جاري ساتل کېږي.
هغه د جنرال عبدالرازق شخصیت او کړنې د اوسنیو شرایطو د مدیریت لپاره روښانه لاره وبلله او ويې ويل چې هغه پر خپلو فداکاریو او سرښندنو سره ولاړ ، خو د هغه له روښانه لیدلوریو او تجربو څخه په استفادې اوسنۍ وضعیت ښه مديريت کړي.
د جنرال رازق پر قبر د ګلونو د ګيډۍ تر اېښودلو وروسته د هغه د لومړي تلين په مناسبت لويه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د چارواکو ترڅنګ د هغه د کورنۍ غړو، د ولايتي شورا استازوو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او سلګونو مينه والو برخه اخيستې وه.
د کندهار والي وويل، جنرال عبدالرازق اڅګزی ځکه د خپل ولس قهرمان و، چې تل یې په چارو کې له مشرانو سره مشوره کوله او په تدبیر يې پرېکړې کولې.
هغه زياته کړه، کندهار د افغانستان سیاسي زړه دى او د کندهار ولسونه يوازې د خپل ولایت لپاره نه بلکې د ټول هیواد پر وړاندې مسوولیت لري او دا سیاسي زړه باید د مشرانو په اتفاق فعاله وساتل شي.
حيات وايي : ((که موږ د جنرال رازق ارمانونه پوره کول غواړو نو باید د معارف په اصلاح کې مرسته او ملاتړ وکړو او د بل د احتیاجه څخه د خلاصون لپاره باید خپل ملي عواید خوندي کړو، تر څو هیواد مو پر پښو ودریږي.))
د کندهار والي سوله د هر افغان غوښتنه وبلل او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې سوله دلته شونې ده نه په بهرنیو هیوادونو کې او د سولې لپاره د ښه نيت ښکارندویې دایمي اوربند وباله، تر څو افغان وژنه بنده شي .
دې غونډې ته د ولايتي شورا رييس، د ملي امنيت رييس او يو شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو هم ويناوې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن