د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سپنتا : د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه بلکې د پاکستان د ګټو ساتلو لپاره ده

سپنتا : د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه بلکې د پاکستان د ګټو ساتلو لپاره ده

Oct 18, 2019 - 12:03

هرات (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت پخوانى سلاکار ډاکتر سپنتا وايي چې د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه وه، بلکې  د پاکستان د ګټو د ساتلو دا جګړه د افغانانو پر وړاندې له هغه وخته پیل شوې چې افغانستان کې يو بهرنی سرتېری هم موجود نه و.

ډاکتر سپنتا دغه څرګندونې نن د تلې په ٢٦مه، د هرات اتم نړيوال امنيتي کنفرانس په لومړۍ ورځ په خپله وينا کې وکړې.

په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له خوا جوړ شوى، د افغانستان په ګډون د ٢٠ هېوادونو استازو او دېپلوماټانو په کې ګډون کړى دى. دا کنفرانس نن سهار د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي په پرانيستونکې وينا سره پيل شو.

د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار  او د ياد مرکز  غړي ډاکتر رنګين دادفر سپنتا وويل : (( که د سولې په بهیر کې دافغانستان اسلامي جمهوریت محوري حضور ونه لري، دا به زموږ سوله نه وي. له بده مرغه د سولې په شویو خبرو کې تراوسه طالب ته د مشروعیت ورکولو او زموږ له دولت او اساسي قانون د مشروعیت د کمولو هڅه شوې ده.))

‌‌هغه زياته کړه، د طالب جګړه له پيله د اشغال پر ضد نه وه. د پاکستان د ګټو د ساتلو دا جګړه زموږ پر وړاندې له هغه وخته پیل شوې چې افغانستان کې يو بهرنی سرتېری هم موجود نه و. دا مقدس جنګ نه دی، د طالب جګړه ناولې جګړه ده.

نوموړي د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل، د سولې په تړون کې بايد له پاکستانه ضمانت واخيستل شي، چې دافغانستان په چارو کې به لاسوهنې نه کوي.

د هغه په وينا، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون روانې جګړې ته بهانه ورکړې.

خو سپنتا وغوښتل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو دې له افغان حکومت سره خبرې وشي، نه له نورو اړخونو سره .

د هغه په وينا، د افغانستان د برخليک په اړه امريکا له پاکستان سره خبرې کوي، افغانان له دې خبر نه دي چې د طالبانو، امريکا اوپاکستان ترمنځ څه روان دي.

ډاکټر سپنتا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو پر کمې ونډې اندېښنه وښوده او ويې ويل چې دا بايد جدي ونيول شي، ځکه چې خلک سولې ته لومړيتوب ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement