د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما راپور رد کړ

Oct 18, 2019 - 09:22

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : وسله والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د يوناما  ادارې نهه مياشتنى راپور رد کړ.

يوناما پرون د روان زېږديز کال ددرېيمې ربعې او د نهو مياشتو ګډراپور خپور کړ، په راپور کې راغلي چې په تېرو مياشتو کې څه دپاسه اته زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

يوناما ادعا کړې چې په دې ملکي مرګ ژوبله کې يې ٦١ سلنه د وسله والو طالبانو له خوا اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې راپور په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتو ماموریت یوناما د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ، په راپور کې بیا هم هڅه شوې چې د ملکي خلکو په نښه کولو او تلفاتو کې د طالبانو ونډه زیاته وښودل شي.

هغه زياته کړې : (( موږ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ناقص او یو لوریز بولو او ردوو يې.))

طالبانو ويلي، په هېواد کې د ملکي تلفاتو عمده او اصلي عاملین امریکايي عسکر دي چې هره ورځ په هېواد کې ملکي خلک، کورونه، بازارونه او تأسیسات په نښه کوي، بمبارونه کوي او د خلکو پر شخصي حریمونو په توره شپه کې چاپې وهي.

خبرپاڼې زياته کړې، د غربي رسنیو د راپورونو په اساس په تیره میاشت کې د امریکايي الوتکو له خوا د افغانستان پر کلیو، بانډو او ګڼ مېشتو سیمو باندې ۹۴۸ بمونه غورځول شوي، دا په خپله څرګندوي چې د دغو بمونو په پایله کې به په عامو خلکو څه پېښ شوي وي؟

طالبانو ويلي، خو د دې لپاره چې یوناما د امریکایانو تر فشار لاندې ده، هڅه کوي د ملکي تلفاتو په قضیه کې بې پریتوب له پامه وغورځوي او د امریکایانو په ورځنیو او مکررو جنایاتو پرده واچوي.

هغوى زياته کړې، داچې یوناما په خپله وايي د ملکي تلفاتو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی، لامل يې دادی چې امریکايي بمبارونه او په ملکي کورونو چاپې وهل ډېر شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement