ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د نه اعلانولو له امله بښنه وغوښته

د ټاکنو کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د نه اعلانولو له امله بښنه وغوښته

author avatar
19 Oct 2019 - 19:31
د ټاکنو کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د نه اعلانولو له امله بښنه وغوښته
author avatar
19 Oct 2019 - 19:31

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ټاکنو کميسيون مشره وايي، د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د مراعتولو په منظور يې نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان نه شوى کړى او له همدې امله له خلکو او ښکېلو خواوو څخه بښنه غواړي.

حوا علم نورستانۍ دغه خبرې نن ماخوستن په خبري ناسته کې وکړې.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ټاکنو لومړنۍ پایلې بايد نن (د تلې ۲۷مه) اعلان شوې واى. دغه ټاکنې ٢١ ورځې مخکې (د تلې ٦مه) ترسره شوې.

د ټاکنو کميسيون مشرې وويل، دا چې د ټاکنو د پايلو د پړاوونو ترسره کول لا ډېر دقت او شفافيت ته اړتيا لري، نو د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د تامينولو په خاطر يې له مهالوېش سره سم نن لومړنۍ پايلې اعلان نه شواى کړې.

نوموړې دغه راز په ډاګه کړه چې د پايلو د پروسس پرمهال يو شمېر څارونکي له خپل صلاحيت څخه د باندې د دغه بهير د ځنډېدو لامل شوي دي، نو وروسته له دې له ټولو څارونکو او سياسي ګوندونو په جدي ډول غواړي چې د خپل صلاحيت په حدودو کې عمل وکړي او د دې بهير د ټکني کېدو او ځنډېدو سبب نه شي.

د کمیسیون د مشرتابه په وېنا،د پایلو راټولولو په ملي مرکز کې تر اوسه د پایلو د (۲۵۵۶۶) فورمونو کار پای ته رسولی چې له دې ډلې (۱۳۲۹) فورمونه ستونزې لري او باید د دغو فورمونو اړوند مالومات وڅېړل شي او ۴۸۲ فورمونه تر اوسه ندې راغلې. ۲۳۱۷۶ دیجیتلي فورمونه په سرور کې پروسس شوي چې وروسته به بیا په سرور کې تصفیه شي.

همداراز زیاته یې کړه، کمیسیون د ټاکنو ورځې ته ټولې ( ۳۴۹۵۸) بایومتریک دستګاوې ځانګړې کړې وې چې د دغو دستګاوو له ډلې (۳۴۷۶۷) دستګاوې بېرته راوړل شوې دي چې د(۲۳۱۷۶) رایه ورکوونکو اطلاعات پکې دي؛ خو (۲۸۸۸) بایومتریک دستګاوې د شیشو د ماتېدو، نه روښانېدو، د ټاکنو په ورځ د فورم د عکس نه اخیستو او نورو دلایلو له مخې قرنطین دي چې اوس له قرنطینه ایستل شوې دي، د څارونکو او کتونکو په حضور کې څېړل کېږي او په هغو کې بایومتریک اطلاعات سرور ته لېږدول کېږي.

د کمیسیون مشرتابه په پای کي یې له ټولو ښکېلو خواوو مننه وکړه او له له ټولو نوماندانو، د دوی له ملاتړو او رسنیو له استازو وغوښتل چې د شمېرو له نشرولو ډډه وکړي او وی ویل چې دقیقې شمېرنې به د کمیسیون لخوا له قانون سره سم په رسمي ډول اعلان شي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمان ننګ نن ويلي و چې دوى به د ورځې تر پایه خپل راپور د کمېسیون له رهبرۍ سره او هغوی به بیا له خلکو سره معلومات شریک کړي.

دغه راز د دې کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم نن پژواک اژانس ته په ډاګه کړې وه چې د کمېسیون غړي د دې لپاره چې لومړنۍ پایلې کله اعلان کړي، مشورتي غونډه لري او د نن ورځې تر وروستیو به په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

خو نورستانۍ د دې پايلو د اعلانولو کره نېټه په ګوته نه کړه، ولې ويې ويل چې ډېر ژر به لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.