ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي

د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي

author avatar
19 Oct 2019 - 17:37
د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي
author avatar
19 Oct 2019 - 17:37

کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د کندهار سوداګر وايي، له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې په سوداګریزو توکو بار څه له پاسه ۹۰۰ کانټینر درول شوي چې له امله یې هغوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

سوداګر د دغو کانټینرونو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوي.

د حاجي لعل محمد په نوم د سپين بولدک یوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۵ میاشتې کېږي چې د لسګونو سوداګرو څه له پاسه ۹۰۰ کانټیرونه چې د موټرو پرزې، بېټرۍ او نور برېښنايي او تخنیکي توکي پع کې بار دي، په ناقانونه توګه درول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو توکو سوداګري ناقانونه نه ده، خو بیا هم له کوم لامل پرته درول شوي دي.

دی وايي، سوداګر د دغې ستونزې د حل لپاره ان تر کابله هم تللي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې.

نوموړی دغه چلند د حکومت له خوا له سوداګرو سره ظلم ګڼي او وايي: ((که دا توکي ناقانونه وي، باید مخکې له مخکې یې په اړه حکم صادر شي او که ناقانونه نه وي، نو بیا حکومت ولې هیڅ په هیڅه د دوی کانټیرونه درولي او د مخکې تلو اجازه نه ورکوي.))

د ده په خبره، دغه توکي له سنګاپور، اماراتو او نورو هېوادونو څخه د ایران پر بندر عباس راوړل شوي او تر کال ډېره موده وشوه چې د هرات په ګمرک کې همداسې بې برخلیکه پراته دي.

نوموړي وویل، له دې امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي او له سوداګرۍ خوا توري شوي دي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د سوداګرو غږ واوري او د دوی درول شوي تجارتي مالونه دې پرېږدي.

د عبدالحي په نوم یو بل سوداګر هم وايي، چې د کانټینرونو د درول کېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

ده وویل، په ډېرو کانټیرونو کې بېټرۍ او نور توکي بار دي چې د ډېرو یې تاریخ هم تېر شوی او خراب شوي دي.

دی وايي، سوداګر نه پوهېږي چې مالونه یې ولې ګرځول شوي، خو غوښتنه کوي چې مالونه دې يې ژر تر ژره پرېښودل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.