ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه د اسلام له دايرې بهر خلک کوي”

“پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه د اسلام له دايرې بهر خلک کوي”

author avatar
19 Oct 2019 - 17:19
“پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه د اسلام له دايرې بهر خلک کوي”
author avatar
19 Oct 2019 - 17:19

مزارشريف (پژواک، ۲۷تله ۹۸): د بلخ يو شمېر ديني عالمان او مدني فعالان وايي، چې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه له دين سره هېڅ ډول تړاو نه لري او دغه عمل د اسلام له دايرې څخه بهر خلک کوي.

دوی چې د تلي په ۲۷مه، مزارشريف کې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ پر يوه جومات د پروني بريد غندلو په موخه راټول شوي وو، همدا راز يې له افغانانو وغوښتل چې سره يو موټی و اوسي.

ديني عالم مولوي اميرمحمد ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر جوماتونو بريدونه د هغو ډلو له خوا ترسره کېږي، چې د اسلام له نوم څخه په استفادې بهرنيو استخباراتو ته کار کوي.

هغه زياتوي، دغه ډلې غواړي چې په هېواد کې د نړيوالو زبرځواکونو د دايمي شتون لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل: ((پر جومات بريد او د لمونځ کوونکو وژل اول ځل نه دی، ترهګرو له دې وړاندې هم خلک په سړکونو، مدرسو، کورونو او مذهبي مراسمو کې وژلي، چې له بده مرغه دغه لړۍ لا هم روانه ده.))

د هغه په خبره، په ورته نازکو شرايطو کې بايد خلک يو موټی و اوسي او له پرديو سره د هغوی د شومو پلانونو په عملي کېدو کې مرسته ونه کړي.

دغه ديني عالم له افغان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغانانو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

بلخ کې د تبيان فرهنګي مرکز مسوول سيد حامد موسوي په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان دښمنان غواړي د ورته بريدونو په ترسره کولو د خلکو تر منځ مذهبي شخړې رامنځته کړي.

د هغه په خبره، جوماتونو په اسلام کې تر ټولو امن ځايونه دي؛ خو زياتوي چې اوس دغه مقدس ځايونه هم تر بريدونه لاندې نيول شوي دي.

نوموړي وويل: ((قرآن کريم لارښونه کوي چې څوک هم په امن کې نه وي؛ نو بايد مسجد ته پناه ور وړي؛ خو متاسفانه چې پرون يې بې ګناه لمونځ کوونکي په وينو ولمبول.))

هغه باوري دی چې د افغانستان دښمنان به بيا هم خپلو موخو ته چې د خلکو تر منځ مذهبي جګړه رامنځته کول دي، هېڅکله ونه رسېږي.

دغه مدني فعال ټينګار وکړ چې روانې جګړې ته دې د سولې له لارې د پای ټکی کېښودل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.