ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سپین بولدک کې ۶ ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

په سپین بولدک کې ۶ ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
19 Oct 2019 - 17:33
په سپین بولدک کې ۶ ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
19 Oct 2019 - 17:33

کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د کندهار په سپين بولدک کې ۶ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

دغه ودانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند د اقرا برنامې په چوکاټ کې جوړېږي.

د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شپږ ښوونځي د سپين بولدک ولسوالۍ په مراد خان، حاجي نعمت الله، محمد ولي، ملک کبیر، حاجي بارکزي او حاجي نور محمد کلیو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځیو له ډلې ۲ یې اته ټولګي، ۴ یې شپږ ټولګي لرونکي دي چې د هر ښوونځي په ودانۍ کې د څښاک د پاکو اوبو یو ژور څاه هم په پام کې نیول شوی دی.

دی وايي، د دغو شپږو ودانیو پر جوړولو ۳۱ میلیونه، ۲۶۱ زره او ۹۸ افغانۍ لګښت راځي.

د ده په خبره، د دغو ښوونځيو په جوړېدو به ۲۶۴۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر شي او د سیمې د اوسېدونکو لپار به ۱۶ زره او ۸۰۰ کاري ورځې رامنځ ته کړي.

د سپين بولدک د ملک کبیر کلي یوه اوسېدونکي محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې وړاندې ځینو ښوونځیو په شخصي کورونو کې فعالیت درلود او ځینو بېخي ځای نه درلود چې له ښه مرغه اوس به دغه ښوونځي له مستقلو ودانیو برخمن شي.

هغه زیاته کړه، په دې سره به د سپين بولدک د کلیو اوسېدونکي وکولای شي د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره مناسبې ودانۍ ولري.

خو ده له پوهنې ریاست څخه وغوښتل چې د ودانیو تر جوړولو سمدستي وروسته دې د دغو ښوونځيو لپاره د مسلکي ښوونکو، کتابونو او درسي توکو د برابرولو غم وخوري.

د یادونې ده چې په سپين بولدک کې د اقرا برنامې په چوکاټ کې په لومړي پړاو کې ۲۱ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي چې د ۸ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې مخکې پیل شوې وې او ۶ ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې همدا نن پیل شوې.

ټاکل شوې ده د پاتې ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې په نږدې راتلونکې کې پيل شي.

د ولسمشر په محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنه د اقرا برنامې په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ۶ زره ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي چې تر دې دمه د هېواد په کچه د ۲۱۰۰ ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.