ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

author avatar
19 Oct 2019 - 15:37
​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي
author avatar
19 Oct 2019 - 15:37

خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په خوست کې جلغوزو غوټو سپړلو پر وخت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، نو له دې امله خلک ورته خوښ وي.

هر کال د مني په موسم کې د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي خوست ولايت ته راوړل کېږي ځکه هواي یې نسبتآً توده ده.

دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته، اداري کمپلکس ته څېرمه په يوه تش ډاګ اچول کېږي، څو غوټې يې د لمر په وسيله ښې وچې شي څو جلغوزي په اسانه ترې را و ایستل شي.

په دې سره سلګونه بېوزلو ښځو، سړیو او ماشومانو ته هم دا موکه په لاس ورځي چې د ژمي لپاره د سون توکي برابر کړي.

هغوی د جلغوزو سپړلو په بدل کې تشې شوې غوټې د سون توکو په توګه خپلو کورونو ته وړي.

 ۲۷ کلن يوسف یو له یادو کسانو دی چې دغه ځای ته هر سهار د غوټو سپړلو لپاره ورځي او د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورځې له دوو تر درېيو بوجيو پورې د جلغوزو تشې غوټې له ځان سره وړي.

دی زياتوي: ((دا غوټې موږ د سوځولو لپاره سپړو؛ جلغوزي د دوی دي، تشې غوټې زموږ دي، دغو غوټو نه موږ د ژمي د بخارۍ لپاره استفاده کوو.))

۲۱ کلن سميع الله يو بل کس دی چې د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه له تېرو څو ورځو راهيسې دغه ځای کې د جلغوزيو غوټې سپړي.

هغه خپلو خبرو کې هيله مندي وښوده چې له دې لارې به له خپلې کورنۍ سره د ژمنيو سون توکو برابرولو په برخه کې يو څه مرسته وکړي.

هغه وايي: ((موږ ژمي کې د لرګيو اخيستو وس نه لرو، نو د هغو پر ځای له غوټو ګټه اخلو، بخارۍ ته يې اچوو او ورسره تنور کې ترې ګټه اخلو.))

لايق يو بل کس دی چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د مني په موسم کې په دغه ځای کې د جلغوزيو غوټي سپړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.