ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ننګرهار د پرون پېښې د وژل شوو ډله ییزه جنازه ترسره شوه

​د ننګرهار د پرون پېښې د وژل شوو ډله ییزه جنازه ترسره شوه

author avatar
19 Oct 2019 - 15:44
​د ننګرهار د پرون پېښې د وژل شوو ډله ییزه جنازه ترسره شوه
author avatar
19 Oct 2019 - 15:44

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تېرې ورځې چاودنې د وژل شوو کسانو ډله ييزه جنازه ترسره شوه او خاورو ته وسپارل شول.

د چارواکو په وينا، د وژل شوو کسانو شمېر تر ۷۰ کسانو لوړ شوی، دغه راز د ۳۶ ټپيانو له ډلې لس کسان له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.

چاودنه تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ د چودرې سيمې په يوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوه.

تر اوسه هم دقيقه نه ده چې پېښه د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې او که ځانمرګی بريد و، خو د پېښې ټپيانو له پژواک سره خبرو کې ويلي چې د لمانځه په دويم رکعت کې پرې چاودنه وشوه او جومات په بشپړه ډول ويجاړ شو.

د دې پېښې د وژل شوو کسانو جنازه نن (د تلې ۲۷مه) د هغوی په خپل کلي کې په ډله ييز ډول ترسره شوه او مړي يې خاورو ته وسپارل شول.

نقيب الله چې د خپل وژل شوي پلار د قبر څنګ ته ناست و او له سترګو يې اوښکې تلې، پژواک ته وويل، پرته له دې افغانان وو، بله هېڅ ګناه یې نه درلوده.

نوموړي وويل، د پېښې ټول قربانيان غريبکار، کروندګر، زده کوونکي او ماشومان دي او داسې کورونه هم شته چې د يو کور شپږ کسان هم په کې وژل شوي دي.

صديق الله د اتم ټولګي زده کوونکی دی او په دې پېښه کې ټپي شوی، اوسمهال د جلال اباد حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړی يوازې له خپل درده خبر دی، خو تر اوسه پر دې نه دی پوه چې د کورنۍ دوه نور غړي يې په دغه بريد کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((ټول عام خلک وو، اتيا نوي کسان به وو، جومات کې څلور کتاره خلک ولاړ وو، درې کتاره لويان او اخري کتار کې ماشومان ولاړ وو، دويم رکعت کې چاودنه وشوه، کله چې پر ځان پوه شوم، نو صحت عامه کې پروت وم.))

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۸مه پژواک ته وويل، په پرونۍ چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۷۰ تنو رسېدلی دی.

دی وايي، د ټپيانو شمېر ټول ۳۶ تنه و چې له ډلې يې ۱۰ کسان له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.