ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست او کابل ترمنځ پروازونه پيل شول

د خوست او کابل ترمنځ پروازونه پيل شول

author avatar
19 Oct 2019 - 17:16
د خوست او کابل ترمنځ پروازونه پيل شول
author avatar
19 Oct 2019 - 17:16

خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د خوست او کابل ترمنځ په رسمي ډول خصوصي هوايي پروازونه پيل شول.

نن « د تلې ۲۷مه» په لومړي ځل د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه چې له کابل څخه يې پرواز کړی و، د خوست په ملکي نړيوال هوايي ډګر کې يې ناسته وکړه.

د ولايتي چارواکو په وينا، په دې سره رسماً د خوست او کابل ترمنځ د هوايي پروازونو لړۍ پيل شوه.

د خوست والي محمد حليم فدايي وايي چې له دغه هوايي ډګر څخه د پروازونو په پيل سره به دا ولايت په اقتصادي لحاظ ډېر پرمختګ وکړي.

هغه چې د خوست ملکي نړيوال هوايي ډګر کې په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته خبرې کولې، وويل، د ترمينل په جوړېدو سره به له دغه هوايي ډګر څخه پر داخلي پروازونو سربېره نړيوال پروازونه هم پيل شي.

هغه وايي: ((هوايي ډګر اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، امنيتي او نورې ګڼې ګټې لري، دا يواځې د الوتکې تګ راتګ نه دی، بلکې له دې سره ګڼ نور مسايل تړلي دي. د بې کارۍ په له منځه وړلو کې ډېره زياته مرسته کوي.))

د افغانستان د ملکي هوايي چلند رييس وفايي زاده دغو مراسمو ته وويل، د خوست ملکي نړيوال هوايي ډګر کې د ترمينل چارې چې د هېواد په کچه تر ټولو لوی ترمينل دی، دېرش سلنه يې تکميل شوې دي.

د ده په وينا، دغه ترمينل په کال کې د پنځه سوو زرو مسافرو د انتقال او پروسس کولو ظرفيت لري.

دی زياتوي: ((اوس تجارتي پروازونه پيل شوي دي، ترمينل چې تکميل شي؛ زموږ ژمنه دا ده چې بايد نړيوال پروازونه هم بايد خوست ته پيل شي، څو هغه خوستوال چې بهر هېوادونو کې مسافر دي او خواري کوي، وکولای شي مستقيماً د کابل پرځای خوست ته راشي.))

بل پلو د خوست اوسېدونکي هم له دغه هوايي ډګر څخه د پروازونو په پيلېدو خوښ دي، خو هيله لري چې ژر ترې نړيوال پروازونه هم پيل شي.

هغوی وايي، هغه زرګونه خوستوال چې دا مهال په خليج هېوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات او سعودي عربستان کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي، د کابل پر ځای به د خوست په هوايي ډګر کې ښکته کېږي.

ليکوال او ژورناليست زاهدشاه انګار په دې اړه پژواک ته وويل: ((بله ګټه يې دا ده چې که چېرې دغه ځای کې نړيوال پروازونه شروع شي، له دوبۍ، سعودي عربستان او نورو هېوادونو نه دلته راځي او د هغې خوا نه مسافر راشي، خو که د دې خوا نه مسافر هم نه وي، دوی کولی شي تجارتي اموال لکه جلغوزي، تازه سبزي او مېوې له دې ځايه يوسي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.