د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي

د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي

Oct 19, 2019 - 17:37

کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د کندهار سوداګر وايي، له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې په سوداګریزو توکو بار څه له پاسه ۹۰۰ کانټینر درول شوي چې له امله یې هغوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.

سوداګر د دغو کانټینرونو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوي.

د حاجي لعل محمد په نوم د سپين بولدک یوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۵ میاشتې کېږي چې د لسګونو سوداګرو څه له پاسه ۹۰۰ کانټیرونه چې د موټرو پرزې، بېټرۍ او نور برېښنايي او تخنیکي توکي پع کې بار دي، په ناقانونه توګه درول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو توکو سوداګري ناقانونه نه ده، خو بیا هم له کوم لامل پرته درول شوي دي.

دی وايي، سوداګر د دغې ستونزې د حل لپاره ان تر کابله هم تللي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې.

نوموړی دغه چلند د حکومت له خوا له سوداګرو سره ظلم ګڼي او وايي: ((که دا توکي ناقانونه وي، باید مخکې له مخکې یې په اړه حکم صادر شي او که ناقانونه نه وي، نو بیا حکومت ولې هیڅ په هیڅه د دوی کانټیرونه درولي او د مخکې تلو اجازه نه ورکوي.))

د ده په خبره، دغه توکي له سنګاپور، اماراتو او نورو هېوادونو څخه د ایران پر بندر عباس راوړل شوي او تر کال ډېره موده وشوه چې د هرات په ګمرک کې همداسې بې برخلیکه پراته دي.

نوموړي وویل، له دې امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي او له سوداګرۍ خوا توري شوي دي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د سوداګرو غږ واوري او د دوی درول شوي تجارتي مالونه دې پرېږدي.

د عبدالحي په نوم یو بل سوداګر هم وايي، چې د کانټینرونو د درول کېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

ده وویل، په ډېرو کانټیرونو کې بېټرۍ او نور توکي بار دي چې د ډېرو یې تاریخ هم تېر شوی او خراب شوي دي.

دی وايي، سوداګر نه پوهېږي چې مالونه یې ولې ګرځول شوي، خو غوښتنه کوي چې مالونه دې يې ژر تر ژره پرېښودل شي.

نوموړی ګواښ کوي، که حکومت یې غږ وا نه وري، نو لاریونونه به وکړي.

د حضرت خان په نوم یو بل سوداګر پژواک اژانس ته وویل چې په هر کانټینر کې د ۳۰ زرو ډالرو په ارزښت تجارتي توکي بار دي چې د موټرو پرزې، بېټرۍ او برېښنايي سامان الات په کې شامل دي.

دی زیاتوي،  په دې اړه څو ورځې مخکې د سپين بولدک په سوداګرۍ خونه کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه چې سوداګرو په کې د ګرځول شوو تجارتي توکو د پرېښودلو غوښتنه وکړه.

د سپين بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس حاجي محمد صادق صدیقي وايي، سوداګرو دوی ته هم په وار وار شکایتونه کړي او دوی له مرکزي ادارې سره شریک کړي، خو په اړه یې کوم اقدام نه دی شوی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، په هرات ګمرک کې د کندهار د سوداګرو ۹۱۴ کانټینرونه درول شوي چې په هر کانټینر کې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت توکي بار دي.

دی زیاتوي، دغې چارې له یوه طرفه سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان اړولی دی او له بلې خوا یې په سپين بولدک کې پر سوداګرۍ او راکړې ورکړې هم بده اغېزه کړې ده.

دی هم وايي، که ستونزه حل نه شي، نو له سوداګرو سره په ګډه به د هغوی د حق غوښتلو لپاره لاریون وکړي.

دغه ستونزه مو په کندهار کې د سوداګرۍ خونې له مشر حاجي نصر الله زهیر سره شریکه کړه، ده هم وویل چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د سوداګرو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوي دي.

زهیر پژواک ته وویل، یواځې د کانټینرونو موضوع نه ده، بلکې د مالیې وزارت او په ولایتونو کې د مستوفیت ادارو د سوداګرو پر وړاندې ستونزې زېږولې چې سوداګر یې له سوداګرۍ زړه توري کړي دي.

دی وايي، حق ورکول کېږي نه، بلکې اخیستل کېږي، په همدې بنسټ سوداګر باید په یووالي د خپلو ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړي.

نوموړی وايي، په وار وار یې د سوداګرو ستونزې د حل لپاره تر مرکزي ادارې رسولي او دا ځل به هم د سوداګرو دا ستونزه تر مرکزي ادارې رسوي څو د حل لپاره یې ګامونه پورته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement