ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دولت ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

ننګرهار کې د دولت ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

author avatar
19 Oct 2019 - 10:25
ننګرهار کې د دولت ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي
author avatar
19 Oct 2019 - 10:25

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اچين او لعلپورې ولسواليو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو او دغه راز نښته کې ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو عملياتو په ترڅ کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال لس داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی درې مرکزونه، اته پوستې، دوه تونلونه او يو پټنځای له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو له لوري دوه ځای پر ځای شوي ماينونه هم له منځه وړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په صدې سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د پاڅونوالو په ځوابي بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او بريد يې پر شا تمبول شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، ولسي پاڅون کوونکو له بريد مخکې کشفي معلومات درلودل او کله چې مخالفينو بريد وکړ په ځوابي بريد کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول چې جسدونه يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

هغه زياته کړه، دغه راز د جګړې په ځای کې له وسله والو طالبانو يو راکټ، يوه پيکا، يو کلاشینکوف او يو M16 هم ترلاسه شوي دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.