د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي

ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي

Oct 19, 2019 - 18:13

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړه د ولسې جرګې په بیړنۍ غونډه کې دغې جرګې پرېکړه وکړه چې دا برید له نږدې وڅېړل شي او د قربانیانو له کورنیو سره مرسته هم وشي.

تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودره کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې په کې ٧۲ کسان ووژل شول او ۳٦ نور ټپیان شول.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو، ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې د امریکا سفات دا برید غندلی دى.

ټاکل شوې وه چې نن د ولسي جرګې غړي په کمېسیونونو کې کار وکړي، خو د یاد برید په اړه یې بیړنۍ ناسته وکړه.

د ولسي جرګې لومړي منشي امیرخان یار چې نن یې د ولسي جرګې د ناستې مشري کوله، وویل، دا ناسته د ننګرهار ولایت د پروني برید د څېړنې د څرنګوالي په موخه جوړه شوې ده.

په جرګه چې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوګیاڼۍ د یاد برید د غندلو ترڅنګ وویل چې تراوسه د دغه برید څرنګوالی معلوم نه دی او لسي جرګه باید یوه هئیت ته په دنده سپارلو دغه برید ښه وڅېړي او له قربانیانو سره مرسته وکړي.

هغې دا برید یو بشري جنایت وباله او زیاته یې کړه: «هر چا چې دا برید تیار او سرته رسولی، د اسلام دښمنان دي او غواړي څو نور خلک جومات ته لاړ نه شي.»

په دغې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب دغه برید د اسلام د دښمنانو کار وباله او ويې ویل چې دا چاودنه د اسلام دین د بدنامولو لپاره ترسره شو ترڅو نو خلک جوماتونو ته لاړ نه شي.

په جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازې ریحانې ازاد دغه خونړی برید غیر اسلامي او غیر انساني وباله او وویل: «د امنیتي ارګانونو مسوولین باید استجواب شي او له دې پېښې په اسانۍ تېر نه شو، ټپیان د درملنې وس نه لري او هر سړی باید د خپل وس په کچه د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.»

د کابل د خلکو استازي خان اغا رضایي دغه برید بوږنوونکی او غیر انساني وباله او د امنیتي چارواکو په استجوابولو یې ټینګار وکړ.

د سمنګانو د خلکو استازي عبدالله محمدي وویل: «امنیتي ارګانونو د خلکو پر وړاندې ځواب ورنه کړ او د مسوولیت احساس نه کوي، باید راوغوښتل شي. »

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وویل: «د حکومت دنده د خلکو د ځان او مال ساتل دي، که حکومت نه شي کولای خپله دنده ترسره کړي، نو له داسې حکومت څخه د موږ ملاتړ د خلکو په حق کې له ظلم او تېري ملاتړ دی.»

د یادې جرګې نور غړي هم د یوه هئیت له خوا د دغه برید د څېړلو او له قربانیانو سره د غمشریکۍ او د دوی له کورنیو سره د نغدي مرستې او امنیتي مسوولانو د استجواب غوښته وکړه.

د ولسي جرګې رئیس میر رحماني رحماني هم د ننګرهار دغه برید وغانده او ويې ویل چې د برید د څېړلو لپاره له یادې جرګې پلاوى استول کېږي.

هغه زیاته کړه چې پلاوى به د دغه برید له قربانیانو سره پر غمشریکۍ سربېره به د یاد برید د رامنځ ته کېدو په اړه به هم  څېړنه وکړي او راپور به یې له دغې جرګې سره شریک کړي.

د نوموړي په خبره، د دغې جرګې غړي د برید له قربانیانو سره د نغدي مرستو په اړه وروسته پرېکړه کوي؛ ځکه چې د یادې جرګې یوشمېر غړي غواړي څو خپله یوه ورځنۍ تنخوا او یو شمېر نور هم د خپلې میاشتنۍ تنخوا ۲۰ سلنه د دغه برید قربانیانو ته د ورکولو خبرې کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement